د پاکستان او عراق له زندانونو ۲۸۷ افغانان راخوشې شوي

د پاکستان او عراق له زندانونو ۲۸۷ افغانان راخوشې شوي افغانستان
انځور ارشیف


د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، د ۲۸۷ افغان بندیان چې د پاکستان او عراق بندخونو کې ساتل کېدل راخوشې او بېرته هېواد ته راستانه شوي.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، له دې ډلې یې ۲۷۵ تنه د پاکستان او ۱۲نور یې د عراق له بندخونو ازاد او د ورېښمو پل، سپین بولدک او تورخم له لارو هېواد ته راستانه شوي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېر یوه کال کې د اسلامي امارت په هڅو شاخوا ۱۰ زره افغانان د پاکستان او ایران له زاندانو راخوشې او بیرته هېواد ته راستانه شوي.

تړلي موضوعات