د افغانستان فرهنګي اتشې د ایران فرهنګي میراثونو وزیر سلاکار سره کتلي

د افغانستان فرهنګي اتشې د ایران فرهنګي میراثونو وزیر سلاکار سره کتلي اسلام او کلتور
انځور تهران کې د افغانستان سفارت

تهران کې د افغانستان اطلاعاتو کلتور وزارت فرهنګي اتشې عزت الله اصف د ایران فرهنګي میراثونو، ګرځندوی او لاسي صنایعو وزیر سلاکار حجت الله ایوبي سره کتلي دي.

تهران کې د افغانستان سفارت مسئولینو د دې کتنې موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګرځندوی او کلتوري همکاریو کې اسانتیاوو رامنځته کول یاد  کړي.

دوکتور ایوبي ویلي، کلتور او کلتوري چارې سرحد نه پېژني او ایران افغانستان سره د ګرځندوی او فرهنګ برخو کې د همکاریو پیاوړتیا لپاره د ګډ فرصت موندلو هڅه کوي.

بلخوا ښاغلي عزت الله اصف د ایران له هڅو هرکلی کړی په خبره یې، د دواړو هېوادونو د فرهنګي اړیکو پیاوړتیا لپاره یې ځینې پروګرامونه چمتو کړي.

تړلي موضوعات