۱۵ هېوادونه غواړي فلسطین په رسمیت وپېژني

۱۵ هېوادونه غواړي فلسطین په رسمیت وپېژني نړۍ
انځور ارشیف

د فرانسې بهرنیو چارو وزیر ژان نوئل بارو ویلي، ۱۵ هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې د فلسطین دولت په رسمیت پېژندلو غوښتنه کړې.

الجزیرې د بارو له قوله راپور کې ویلي، یاده اعلامیه کې نورو هېوادونو ته هم بلنه ورکړل شوې، چې له دغه کاروان سره یوځای شي.

سکای نیوز عربي څانګې هم راپور ورکړی، دغه اعلامیه د ګاناډا او اسټرالیا په ګډون ۱۵ هېوادونو له لوري خپره شوې.

څو ورځې وړاندې د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون اعلان وکړ، چې د سپټمبر په ۲۱مه به د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د فلسطین دولت په رسمیت وپېژندلو اعلان وکړي.

دا څرګندونې په داسې حال کې شوې، چې د ملګرو ملتونو مرکزي دفتر کې د اسرائیلو او فلسطین ترمنځ د کړکېچ حل لپاره درې ورځنی نړېوال کنفرانس روان دی.

رسنیو ویلي، دغه کنفرانس کې د اسرائیلو او فلسطین ترمنځ د کړکېچ حل لپاره د دوو دولتونو په رامنځته کولو ټینګار شوی.

تړلي موضوعات