غزه کې لوږې ځپلي ماشومان ان د ژړا توان هم نه لري
رویټرز خبري اژانس وايي، غزه کې لوږې او خوارځواکۍ ځپلي ماشومانو د مټ اندازه«قطر» د مور د ګوتو په څېر شوی.
د رویټرز اژانس خبريالان چې د غزې وضعیت یې له نږدې کتلي راپور ورکړی، چې ګڼو ماشومانو د وجود غوښه په بشپړ ډول ټکوهلې او یوازې پوستکی یې په هډوکو اوار دی.
رویټرز د غزې ناصر روغتون کې د ماشومانو وضعیت ځورونکی بللي په خبره یې، هغه ماشومان چې د درملنې په موخه روغتون ته ور وړل شوي لوږې دومره ځپلي چې ان د ژړا توان هم نه لري.
یاد روغتون کې یوه مور چې خپله ۱۰ کلنه لور یې د خواځواکۍ درملنې په موخه ور وړې رویټرز ته ویلي، «ژوند مو سخت دی لور مې د لوږې له کبله په ورځو ورځو بې حالته پرته وي.»
د غزې روغتیا وزارت ویلي، د سختې لوږې او خوارځواکۍ له کبله تر دې مهال د ۸۹ ماشومانو په ګډون ۱۵۱ تنو ژوند بایللی، چې ډېری یې وروستیو څو اونیو کې دي.