امو نهنګان لوبډلې د شپږیزه لیګ لسم پړاو سیالیو اتلولي وګټله

امو نهنګان لوبډلې د شپږیزه لیګ لسم پړاو سیالیو اتلولي وګټله سپورت
انځور بورډ

د امو نهنګان لوبډلې د افغانستان کرېکټ شپږیزه لیګ لسم پړاو سیالیو پایلوبه کې د مس عینک اتلانو ته د اتو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.

د شپږیزه لیګ پایلوبه کې امو لوبډلې د لوبې پچه وګټله او لومړی یې توپ اچونه وکړه، مس عینک په ۱۷ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په زیان امو ته د ۱۲۱ منډو هدف ورکړ.

په مقابل کې د امو نهنګان لوبډلې ورکړل شوی هدف په ۱۳م اور کې د دوو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره او مس عینک ته یې د اتو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.

امو لوبډلې دې بریا سره پرلپسې دویم ځل لپاره د شپږیزې لیګ اتلولي ترلاسه کړه.

د شپږیزه کرېکټ لیک لسم پړاو سیالۍ د تېرې چنګاښ میاشتې په ۲۸مه نېټه د ۵ لوبډلو په ګډون پیل شوې.

تړلي موضوعات