د چین شمال کې سختو بارانونو ۶۰ تنه مړه کړي
رویټرز د چینایي چارواکو له قوله خبر ورکړی، چې د یاد هېواد شمال کې په تېرو دوو اونیو کې د سختو باراونو له کبله شاوخوا ۶۰ تنو ژوند له لاسه ورکړی.
د اعلان شویو شمېرو له مخې له دې ډلې یې ۴۴ تنه پلازمېنه بیجینګ کې مړه شوي او ۹تنه نور لادرکه دي.
د چین هوا پېژندنې ادارې ویلي، یاده سیمه کې د اورښت کچه ۵۷۳.۵ ملي مترو ته رسېدلې چې د بیجینګ له یو کال باران سره برابر ده.
ویل کیږي د بارانو له کبله یو غر هم ښوېدلی، چې په پایله کې ۸تنه وژل شوي.