روسیه کې د زورورې زلزلې د سونامي څپې تر هاوایي او جاپان ورسیدلې
د روسیې ختیځ کې د ریشتر په کچه د ۸.۸ درجې زلزلې وروسته له ۳ تر ۵ مترو په لوړوالي د سونامي څپو د کامچا جزیره لاندې کړې او هاوایي او جاپان څنډو ته رسېدلې دي.
د امریکا هاوایي ایالت چارواکو د ساحلي سیمو د تخلیې امر کړی او مائويي ته ټول پروازونه ځنډول شوي.
جاپان کې هم زرګونه تنه له ساحلي سیمو امن سیمو ته لېږدول شوي او یو شمېر سیو کې د سونامي کچه ۱.۳ مترو ته رسېدلې.
د امریکا زلزلې پېژندنې ادارې په خبره، دغه زلزله د ۱۹.۳ کیلومټرو په ژوروالي سره د پټروپاولاوسک – کامچاتسکي ختیځ په ۱۱۹ کیلومټرۍ کې شوې ده.
د یادولو ده چې دا زلزله روسي ساینسپوهانو په تیرو څه باندې اویا کلونو کې تر ټولو شدیده او بیسارې ګڼلې ده.