د امریکا ولسمشر؛ ایران د اټومي تړون غوښتونکی دی نه غواړي بمبار شي

د امریکا ولسمشر؛ ایران د اټومي تړون غوښتونکی دی نه غواړي بمبار شي نړۍ
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون د تهران او واشنګټن ترمنځ د روانو اټومي خبرو په اړه ویلي، ایران امریکا سره د اټومي تړون غوښتونکی دی.

العربیه د ټرمپ له قوله راپور ورکړی، چې نږدې راتلونکي کې ایران سره د یوې هوکړې فرصت شته او نه غواړي بمبار شي.

ټرمپ یو ځل بیا ټینګار کړی، چې ایران باید هیڅکله اټومي وسلو ته لاسرسي ونه مومي.

خو ایران بیا له امریکا پر دوی د لګول شویو بندیزونو د لرې کېدو غوښتنه کړې.

د ایران بهرنیو چارو وزارت بیا د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي، که امریکا سره هوکړه د ایران یورانیمو غني کول تضمین کړي نو دوی به یې ومني.

د ایران او امریکا ترمنځ په پیل شویو اټومي خبرو کې یو مهم د اختلاف ټکی دا ښکاري، چې تهران د خپلو یورانیمو غني کیدو په دوام او واشنګټن یې په درولو ټینګار کوي.

تړلي موضوعات