حماس جهادي غورځنګ: امریکا دې د وړاندیز شوې طرحې ځیني مواردو کې بدلون راولي

حماس جهادي غورځنګ: امریکا دې د وړاندیز شوې طرحې ځیني مواردو کې بدلون راولي نړۍ
غزه کې د جګړې پاتي شوني

د حماس ویاند غزه کې د اوربند لپاره د امریکا وړاندیز شوې طرحې ته په ځواب کې ویلي، چمتو دي، چې د فلسطیني بندیانو د ازادېدو په بدل کې لس ژوندي اسرائیلي بندیان خوشې او ۱۸ جسدونه وسپاري.

د حماس ویاند همداراز د امریکا له لوري د وړاندیز شوې طرحې په ځینو مواردو کې د بدلون غوښتنه کړې.

نوموړي په خپلو غوښتنو ټینګار کړی چې په کې دایمي او بشپړ اوربند، له غزې د اشغالګرو پوځیانو وتل او بشري مرستو لېږد شامل دی، هغه څه چې د امریکا په وړاندیز شوې طرحه کې ځای نه دی ورکړل شوی.

خو امریکا بیا له دې غوښتنې شاتګ کړی د امریکا ولسمشر ځانګړي استازي سټیو ویټکوف ویلي، حماس باید د خبرو لپاره چې راتلونکې اوونۍ پیلېدلی شي وړاندیز شوی چوکاټ ومني.

د امریکا له لوري د وړاندیز شوې طرحې جزیات لا هم نه دي په ډاګه شوي، چې کوم موارد په کې شامل دي.

بلخوا تازه راپورونه وایي، چې د غزې رفح ښار لوېدیځ کې اشغالګرو د مرستو وېش ځای ته څېرمه په ځوانانو ډزې کړې، چې ۱۴تنه یې شهیدان او ۵۰ نور یې ټپیان کړي.

تړلي موضوعات