ملګري ملتونه: پر وږو فلسطینیانو د بریدنو په اړه دې خپلواکې څېړنې وشي
د ملګرو ملتونو منشي انتونیو ګوترېش غزه کې په وږو فلسطینیانو د شوي برید په اړه د څېړنې غوښتنه کړې.
ګوترېش بېګا شپه دغه خبرې په خپله اېکس پاڼه وروسته له هغې وکړې، چې د یکشنبې په ورځ د غزې جنوب کې د مرستو د وېش مرکز ته څېرمه په فلسطینیانو برید وشو.
ګوترېش غزه کې راونې لوږې ته په اشارې وايي، حیرانونکې ده چې فلسطیني وګړي د مرستو ترلاسه کېدو په خاطر ژوند په خطر کې اچوي.
نوموړی وايي، د برید سمدستي خپلواکه پلټنه او د عاملینو د حساب ورکولو غوښتنه کوم.
ده له اسرائیلو غوښتي چې غزې تړانګې ته بشري مرستې خوشې کړي او زیاته کړې یي ده، چې ملګرو ملتونو ته باید اجازه ورکړل شي چې خلکو ته بشري مرستې په ډاډمنه فضا کې ور ورسوي.
تر دې وړاندې په راپورونو کې راغلي و، چې اسرائیلي ځواکونو د غزې رفح ښار کې پر هغو وږو فلسطینیانو برید کړی و، چې د خوراکي توکو ترلاسه کولو لپاره راټول شوي وو.