حماس جهادي غورځنګ: نړېواله ټولنه باید د غزې نسل وژنې په اړه خپل دریځ روښانه کړي

حماس جهادي غورځنګ: نړېواله ټولنه باید د غزې نسل وژنې په اړه خپل دریځ روښانه کړي نړۍ
انځور ارشیف

حماس جهادي غورځنګ غزه کې د اشغالګر رژیم له لوري د مرستو وېش مرکزونو پرلپسې بریدونو وروسته ویلي، صهیونیستي رژیم د امریکا تر سیاسي او پوځي پوښښ لاندې له ټولو نړېوالو قوانینو او کنوانسیونونو په سرغړونې وحشیانه بریدونه کوي.

د حماس په خبرپاڼه کې پر نړېوالې ټولنې غږ شوی چې غزه کې د نسل وژنې په اړه داسې دریځ غوره کړي، چې د روانې نسل وژنې مخه ونیسي او جنګي جنایتکاران د خپلو جنایتونو حساب ورکولو ته حاضر کړي.

حماس د غزې شمال نور الکعبي او ډایلیسر مرکزونو د اشغالګرو بمبارۍ د طبي سکټور پر ضد یو منظم جنایت بللی.

دا په داسې حال کې ده، چې اشغالګر ځواکونه غزه کې په پرلپسې ډول د مرستو هغه مرکزونه په نښه کوي، چې وږي فلسطینیان د مرستو ترلاسه کولو په موخه په کې راټولیږي.

تړلي موضوعات