لوګر کې د شپږ ښوونځیو ودانۍ ګټې اخېستنې ته وسپارل شوې

لوګر کې د شپږ ښوونځیو ودانۍ ګټې اخېستنې ته وسپارل شوې بیارغونه او پراختیا
لوګر کې تازه رغول شوی ښوونځي

لوګر کې د حریت راډیو خبریال خبر ورکړی، چې پوهنې وزیر مولوي حبیب الله اغا له لوري د شپږ ښوونځیو لپاره رغول شوې ودانۍ پرانېستل شوې.

د لوګر پوهنې ریاست مسئولین وایي، د جاپان هېواد په مالي ملاتړ په یادو ښوونځیو ۵میلیونه افغانۍ لګښت راغلی.

ویل کیږي دغه ښوونځي د پوهنې وزارت تر څارنې لاندې د ټولو درسي امکاناتو په درلودلو سره د یو کال په موده کې رغول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د پکتیکا په مرکز او ولسوالیو کې هم د ۱۹۲ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۵ ښوونځیو لپاره جوړې شوې ودانۍ ګټې اخېستنې ته وسپارل شوې.

تړلي موضوعات