د تولیدي برېښنا پروژو پرانېسته به د وارداتي برېښنا اړتیا پوره کړي

د تولیدي برېښنا پروژو پرانېسته به د وارداتي برېښنا اړتیا پوره کړي بیارغونه او پراختیا
اقتصادي مرستیال د هرات تولیدي برېښنا پروژو د پرانېستې مراسمو کې

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر اخوند هرات کې د تولیدي برېښنا پروژې د پرانېستي مراسمو کې ویلي، افغانستان له کلونو په وارداتي برېښنا تکیه کړې، چې له یوې خوا قیمته او له بلې خوا د اوږد مهال لپاره ډاډمنه او ګټوره نه ده.

ملا برادر ویلي، دا پروژې به نه یوازې دا چې د افغانستان اړتیا پوره کړي، بلکي اقلیمي بدلون سره مبارزې کې هم مهمې دي.

هرات کې د ۲۰۰ میګاواټه په ظرفیت برېښنا پروژې لومړي فاز  او د ۵ میګاواټه په ظرفیت لمریزې برېښنا پروژو چارې پیل شوې.

د یادونې ده، چې دیادو پروژو په بشپړېدو سره به د هرات صنعتکارانو د برېښنا ستونزه حل شي.

تړلي موضوعات