لوګر ولایت کې ۴۲ نوي مخابراتي انتنونه جوړېږي

لوګر ولایت کې ۴۲ نوي مخابراتي انتنونه جوړېږي افغانستان

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر مولوي نجیب الله حیات حقاني لوګر ولایت ته سفر کړی او هلته یې د سیمه ییزو مسؤلینو او عامو خلکو له لوري د ستونزو اورېدو وروسته لوګر ولایت ته ۳۳ نوي مخابراتي انتنونه منظور کړي دي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ویاند عنایت الله الکوزی وايي، چې وړاندې د ټي ډي اېف د لسمې پروژې په اساس هم لوګر ولایت ته ۹ انتنونه منظور شوي وو، چې اوس مهال یې رغنیزې چارې روانې دي چې په ټوله کې به د دې ولایت ګڼو سیمو کې ۴۲ مخابراتي سایټونه فعال او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.

ښاغلی الکوزی زیاتوي، چې د دې سایټونو فعالېدو سره به له مخابراتي خدمتونو محرومې سیمې تر مخابراتي پوښښ لاندې راوستل شي.

د یادونې ده، چې د مخابراتو وزارت تېره ورځ هم خبر ورکړی و، چې پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو کې ۱۷۸ نوي مخابراتي سایټونه جوړيږي؛ چې ورسره به د دې ولایتونو لرې پرتو سیمو مخابراتي ستونزې تر یوه بریده حل شي.

تړلي موضوعات