ازبکستاني چارواکي: مناسب وخت کې به اسلامي امارت په رسمیت وپېژني

ازبکستاني چارواکي: مناسب وخت کې به اسلامي امارت په رسمیت وپېژني سیاست
د ازبکستان امنیت شورا سرمنشي مرستیال عبدالعزیزکامل‌اف

د ازبکستان جمهوري ریاست د امنیت شورا سر منشي مرستیال عبدالعزیز کامل‌اف ویلي، هېواد به یې په مناسب وخت کې اسلامي امارت په رسمیت وپېژني.

کامل‌اف ټینګار کړی،  د اسلامي امارت په رسمیت پېژندلو یا نه پېژندلو موضوع د دواړو هېوادونو ترمنځ همکارۍ پورې اړه نه لري بلکي، ازبکستان به دغه اقدام نړېوالې ټولنې او ملګرو ملتونو سره په همغږۍ وکړي.

دغه ازبکستاني چارواکي پر افغانستان د نړېوالې ټولنې پر تحریمونو نیوکه کړې او له افغانستانه یې د نړېوال ملاتړ غوښتنه یې کړې.

ښاغلي کاملوف زیاته کړې، افغانان اوس د فشار پر ځای ملاتړ ته اړتیا لري.

تړلي موضوعات