روسیې افغان حکومت ته د روسیې لپاره د افغانستان نوماند سفیر منلو يادښت سپارلی
کابل کې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي سره کتنه کې د افغانستان او روسیې اړیکو نوي پړاو، کازان غونډه کې د شویو هوکړو او دوه اړخیزو کاري کمېټو خبرې کړې.
بهرنیو چارو وزارت ویلي، دې کتنه کې د روسیې سفیر بهرنیو چارو وزیر ته روسیې لپاره د افغانستان د نوماند سفیر منلو رسمي یادښت هم سپارلی.
دغې لوړپوړي روسي ډيپلوماټ هیله ښودلې، چې د ډيپلوماټیکې کچې لوړېدو سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ګڼو برخو کې پرمختګ وکړي.
بهرنیو چارو وزیر هم روسیې سره د اړیکو نوی فصل مهم بللی او هیله یې ښودلې، چې دې پړاو کې دړاو هېوادونه وتوانیږي په بېلابېلو برخو کې دوه اړخیزې همکارۍ لا پراخې کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې له پاکستان سره هم د ډيپلوماټیکو اړیکو کچې لوړېدو هڅې روانې دي.