بهرنیو چارو وزیر پاکستاني سیال سره ټیلفوني خبرې کړې
د افغانستان بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د پاکستان لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار سره د ډيپلوماټیکو اړیکو کچې لوړېدو په اړه ټلیفوني خبرې کړې.
بهرنیو چارو وزارت ویلي، دواړو لوریو د کابل او اسلاماباد ډيپلوماټیک ماموریتونه د سفیرانو کچې ته لوړول مثبت ګام بللی او د پاتې پړاوونو د ژر تر سره کېدو هیله یې ښودلې.
همداراز دې ټیلفوني مکالمه کې دواړو لوریو څرګنده کړې، چې د ډيپلوماټیکو اړیکو کچې لوړول به ګڼو برخو کې د همکاریو پراختیا ته لاره هواره کړي.
بهرنیو چارو وزیر وروسته له هغې خپل پاکستاني سیال سره ټیلفوني خبرې کوي، چې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وړمه ورځ وویل، کابل سره خپل ماموریت د سفیر کچې ته لوړوي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت هم د پاکستاني حکومت د دې پرېکړې هر کلی وکړ او ویي ویل، په متقابل ډول به اسلاماباد کې د افغان سفارت شارژدافیر کچه د سفیر سطحې ته لوړه کړي.