امیرخان متقي: د افغانستان او ترکیې دوه اړخیزې اړیکې مخ پـر ودې دي

امیرخان متقي: د افغانستان او ترکیې دوه اړخیزې اړیکې مخ پـر ودې دي سیاست

د افغانستان بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي نن کابل کې د ترکیې سفیر جینک اونال سره کتلي دي.

د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې په دې ناسته کې د افغانستان او ترکیې مخ پر ودې دوو اړخیزو اړیکو، وروستيو پرمختګونو او ځینو سیمه‌ییزو مسایلو خبرې شوې دي.

وزارت زیاتوي، چې مولوي امیرخان متقي د ترکيې بشري مرستې وستايلې او د افغانستان او ترکيې دوه اړخيزې اړيکې يې مخ پر ودې وبللې.

بلخوا دې کتنه کې د ترکيې سفير د دواړو هېوادونو دوه اړخيزې اړيکې رغنده يادې کړې او په افغانستان کې يې د ترکيې د همکاريو په اړه هر اړخيزې خبرې کړې دي.

یاده دې وي، چې وروستیو کې د کابل او انقرې سیاسي، اقتصادي او سوداګریزې اړیکې لا غوړېدلې دي، چې دواړه لوري یې ښه هرکلی کوي او د لا ښو اړیکو تمه لري.

تړلي موضوعات