ملا تاجمیر جواد: د شته امنیت د ساتنې لپاره شپه‌ او ورځ خپـل کار ته دوام ورکـړئ

ملا تاجمیر جواد: د شته امنیت د ساتنې لپاره شپه‌ او ورځ خپـل کار ته دوام ورکـړئ افغانستان

د کابل ولایت مقام کې نن یکشنبه د مرکزي زون ولایتونو د مسؤلینو د همغږۍ غونډه شوې، چې د کابل والي ملا امین الله عبید په ګډون د مرکزي زون والیانو، د استخباراتو لوی ریاست مرستیال ملا تاجمیر جواد، د کابل ولایت مرستیال والي، د کابل استخباراتو رئیس، د علماوو شورا استازي او ګڼو امنیتي مسؤلینو په کې ګډون کړی وو.

د کابل ولایت مقام رسنیز دفتر ویلي، چې غونډه کې د استخباراتو لوی ریاست مرستیال د مرکزي زون ولایتونو د امنیت ساتنې برخه کې د دې زون مسؤلینو هڅې ستایلې او هغوی ته یې په یو شمېر مهمو امنیتي، کشفي او همغږیزو برخو کې سپارښتنې وړاندې کړې.

ملا تاجمیر جواد همداراز له مسؤلینو غوښتي، چې د شته امنیت ساتنې لپاره دې شپه او ورځ خپل کار ته دوام ورکړي.

دې کتنه کې د کابل والي ډاډ څرګند کړی، چې د امنیتي ثبات په ټينګښت کې له هېڅ ډول هڅو څخه ډډه نه کوي او د نورو ولایتونو مسؤلینو سره به هر اړخیزه همکاري دوامداره وساتي.

د یادونې وړ ده، چې د مرکزي زون مسؤلین وخت نا وخت د دې زون د لا ښه امنیت په خاطر ناستې کوي او هره برخه کې مسؤل کسان خپلو مسؤلیتونو ته متوجه کوي او د چارو ښه والي لپاره نظرونه شریکوي.

تړلي موضوعات