له پولیسو او نظامي مسؤلینو څخه شکایت لرلو ته هر ولایت کې رسېدنه کیږي!

له پولیسو او نظامي مسؤلینو څخه شکایت لرلو ته هر ولایت کې رسېدنه کیږي! افغانستان

د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع هېوادوالو ته خبر ورکړی، که له پولیسو او نظامي مسؤلینو څخه مو شکایت درلود، یا مو د کورنیو چارو وزارت منسوبین له دندې او صلاحیت څخه په ناوړه ګټې اخیستنې ولیدل، نو د بیا نه تکرار او د عدالت د ټینګښت په پار یې له کره شواهدو سره یوځای د تفتیش اړوند مدیریتونو سره شریک کړئ.

کورنیو چارو وزارت د هېواد ۳۴ ولایتونو د تفتیش اړوند مدیریتونو شمارې رسنیزې کړې دي او ویلي یې دي، چې شکایتونه مو له دې شمارو سره شریک کړئ، چې ستاسو شکایتونو او ستونزو ته به پر وخت ځواب ویل کېږي.

ښاغلي قانع ویلي، چې د یاد وزارت د تفتیش لوی ریاست په هېواد کې د پولیسو پر فعالیتونو څارنه کوي او په هېواد کې د کورنیو چارو وزارت له لوري وړاندې کېدونکو چوپړتياوو کې د فساد، درغلیو او ناسمو کړنو په تړاو د هر ډول شک او شکایت پلټنه کوي.

نوموړی زیاتوي، چې پولیس هم کولای شي خپلمنځي شکایتونه او ستونزې له شواهدو او مدرک سره یوځای د حل په موخه د کورنیو چارو وزارت د تفتیش لوی ریاست سره شریک کړي.

یاده دې وي، چې د افغانستان اسلامي امارت بیا حاکمیت را وروسته د ولسي خلکو شکایتونو او ستونزو اورېدلو لپاره نظامي ارګانونو ځانګړې شمارې فعالې کړې او د دې ترڅنګ امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د شکایتونو اورېدلو لپاره لویه برخه رامنځته کړې چې هره ورځ ګڼو ولسي شکایتونو ته رسېدنه کوي.

تړلي موضوعات