هرات کې د بادي برېښنا ستره پروژه پرانېستل کیږي
د افغانستان برېښنا شرکت خبر ورکړی، تر څو شېبو به د اسلامي امارت لوړ پوړو چارواکو له لوري هرات ولایت کې د بادي برېښنا تر ټولو ستره پروژه پرانېستل شي.
د ۲۰۰ میګاواټه په ظرفیت د دغې پروژې لګښت ۶۴میلیونه ډالره اټکل شوی، چې په بشپړېدو سره به یې د هرات صنعت کارانو د برېښنا ستونزه حل شي.
برېښنا زیاته کړې، د دغې پروژې لومړی فاز چې د ۴۳.۲ میګاواټه برېښنا د تولید ظرفیت لري کارونه به یې پیل شي.
دغه راز د برېښنا شرکت مسئولین به نن هرات کې د ۵ میګاواټه لمریزې برېښنا تولید پروژه هم پرانیزي.