حماس جهادي غورځنګ: ملګري ملتونه دې غزه کې د خونړۍ کړنلارې مخه ونیسي

حماس جهادي غورځنګ: ملګري ملتونه دې غزه کې د خونړۍ کړنلارې مخه ونیسي نړۍ
د حماس جهادي غورځنګ ملګرو ملتونو ته

حماس جهادي غورځنګ د غزې رفح ښار لوېدیځ کې د مرستو وېش مرکزونو کې د اشغالګر پوځیانو له لوري د ملکیانو په نښه کول یو وحشیانه او د ټول وژنې تر ټولو ناوړه کړنه بللې.

حماس خپره کړې خبرپاڼه کې په ملګرو ملتونو غږ کړی، چې بېړنيو اقداماتو سره د خونړۍ کړنلارې مخه ونیسي.

حماس ویلي، نیواکګر د خپل واک لاندې مرکزونه د وږو بې ګناه خلکو وژنو دام وسیلې په توګه کاروي.

اشغالګر پوځ نن یکشنبه د غزې رفح ښار کې د مرستو وېش مرکزونو بریدونه کړي، چې په پایله کې یې ۳۵ تنه شهیدان او تر ۱۵۰ زیات ټپیان شوي.

تړلي موضوعات