د غزې له جګړې راپيدا ضرري ګازونه له هغو ډېر دي چې ۱۰۲ هېوادونه يې په يو کال کې خپروي

د غزې له جګړې راپيدا ضرري ګازونه له هغو ډېر دي چې ۱۰۲ هېوادونه يې په يو کال کې خپروي نړۍ

د څو هېوادونو څېړونکو په ګډه له خپلو څېړنو وروسته ويلي دي، چې غزه کې د اسرائيلو د يو نيم کلنې جګړې له امله تر دې دمه دومره اندازه تودوخه رامنځته کوونکي ګازونه راپيدا شوي دي، چې ۱۰۲ هېوادونه يې د يو کال په اوږدو کې نه شي رامنځته کولی.

ياده څېړنه نيويارک کې د ټولنيزو علومو د څېړنو شبکې (SSRN) ته د انګلستان، متحده ايالاتو، ګانا، اوکرایين او اتريش يو شمېر څېړونکو کړې ده چې د ۱۵ مياشتو په اوږدو کې يې د غزې د جګړې په چاپېريالي اغېزو کې کار کړی دی.

څېړنې ښودلې چې د غزې د ویجاړي، د جګړې د پاتې شونو د لرې کولو او د سیمې د بیارغونې اوږدمهاله اقلیمي لګښت به له ۳۱ میلیونه ټنه کاربن ډای‌اکسایډ سره برابر وي.
څېړنه کې ويل شوي چې د دې مقدار شاوخوا ۲۰٪ کاربن ډای‌اکسایډ د اسرائیلو د کشفي عملیاتو، بمباریو، ټانکونو او نورو پوځي وسایطو د سون توکو د سوځېدو له امله رامنځته شوی دی، سربېره په دې د بمونو چاودنو هم د دې ګازاتو په رامنځته کولو کې ونډه درلودلې ده.

راپور کې ویل شوي چې د دې ضرري ګازونو د راپيدا کېدو ۳۰ سلنه د امريکا له لوري ده، چې اسرائيلو ته يې له ۵۰۰۰۰ ټنو وسلو او نظامي مرستو زيات توکي لېږلي دي، چې ډېری يې د بار وړونکو الوتکو او کښتيو له لارې انتقال شوي دي.

څېړونکي وايي چې تر ټولو ستر اقلیمي لګښت به هله څرګند شي، چې د غزې بيا رغونه پيل شي.

هغوی اټکل کړی چې غزه کې د جګړې د پاتې شونو لرې کول او نږدې ۴۳۶ زره استوګنیز واحدونه، ۷۰۰ ښوونځي، جوماتونه، دولتي ادارې او نورې ودانۍ رغول او بنسټیزې اسانتیاوې رامنځته کول لکه سړکونه او د بيا رغونې چارې به نږدې ۲۹.۴ میلیونه ټنه نور ضرري او تودوخه رامنځته کوونکي ګازونه خپاره کړي.

یاده دې وي، چې څېړونکو همداراز ټينګار کړی چې د غزې جګړې او د یمن، لبنان او ایران په ضد د اسرائيلو د نظامي فعاليتونو اوږدمهاله اقلیمي لګښت د طبيعي ګازو د ۸۴ بټیو د یو کال د فعالیت برابر دي.

تړلي موضوعات