د رفح ښار مرستو وېش ځای برید کې ۱۵۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د رفح ښار مرستو وېش ځای برید کې ۱۵۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې نړۍ
انځور ارشیف

الجزیرې تازه خبر ورکړی، چې د غزې رفح کې دمرستو وېش ته څېرمه د اشغالګرو تازه بریدونو کې ۳۰ تنه شهیدان او ۱۲۰ نور ټپیان شوي.

اشغالګرو دغه برید د رفح ښار لوېدیځ کې د هغو کسانو په ټولېدني کړی، چې د خوړو ترلاسه کولو لپاره سره راټول شوي وو.

بل‌خوا بیا بې پولي ډاکټرانو هم ویلي، د خوړو وېش ناورین دا ثابتوي، چې امریکا او اسرائيلو پلان بې ګټې دی.

دوی ویلي، غزه کې د بشردوستانه مرستو پروسه د اسرائیلو د محدودیتونو له کبله تر پښو لاندې کیږي.

تر دې وړاندې د غزې رسنیو مرکز ویلي و، چې اشغالګر رژیم خواړه د وژنې د دام په توګه کاروي.

یاد مرکز په خپل راپور کې ویلي، اسرائیلي پوځیان خلکو ته د خوراکي توکو ترلاسه کولو لپاره په ګواښوونکو لارو د ورتګ لارښوونه کوي، خو وروسته یې په ډزو وژني.

تړلي موضوعات