نایجریا کې سېلابونو د سر او مال درانده زیانونه اړولي

نایجریا کې سېلابونو د سر او مال درانده زیانونه اړولي نړۍ
نایجریا کې د سېلابونو له کبله اوښتي زیانونه

الجزېرې خبر ورکړی د نایجریا شمال کې توندو بارانونو او سېلابونو له کبله ۱۱۷ کسان مړه او زرګونه کورونه ویجاړ شوي دي.

سرچېنې د ځايي چارواکو له قوله لیکلي، د تیرې چهارشنبې له شپې د موکوا ښار کې پيل شویو ورښتونو له امله سیلابونه راوتي چې ښايي د قربانیانو شمیر نور هم زیات شي.

راپورونه وايي د موکوا ښار شاوخوا ۳ زره کورونه اوبو لاندې کړي چې له امله یې ۶ زره کسان بېځایه شوي دي.

تېر کال هم الجزایر کې د سختو سېلابونو له کبله له ۲ زرو  زیات کسان مړه شوي وو.

تړلي موضوعات