د شهید خلیل الرحمن حقاني د شهادت په غمرازیو کې یو له هیلو ډک اړخ

د شهید خلیل الرحمن حقاني د شهادت په غمرازیو کې یو له هیلو ډک اړخ سیاسي

څومره تږي وو چې د افغانانو تر منځ د یووالي یو حقیقي انځور وګورو، وګورو چې افغانان ګډ ویر او ګډه خوښي لري، ګډ ژاړي او یوځای خاندي. د یووالي کافي کوښښونه به مو تر شعارونو او الفاظو ډېر لیدلي وي خو د یووالي محسوس او ملموس حالت مو ډېر کمرنګه برېښېده، ځینو لا ویل چې زعامت او ولس یو نامتجانس حالت کې دي یو بل سره ادغام یې ناممکنه دی.

 

افغانانو څه باندې څلور لسیزې یې د یو بل پر وړاندې د کرکې ډک زړونه په سینو کې ساتلي وو

یو زړور خو متواضع او په محمدي اخلاقو سمبال مشر د ولس د زړونو ترجمان شو، د غچ او کرکې پر لمبو یې هره ورځ د حسنه اخلاقو اوبه تویولې، هرې خبرې یې پر ولس د زړه سوي حس پیاوړی کوه، هر یو یې تواضع او ښه چلند ته رابله، د ولس تر منځ یې له کرکو پاک او پر خلوص ولاړ نوی فصل غوښت، هیچا ته یې پیغور ورنکړ، هیڅوک یې ونه رټه، هېڅ شخصي عقده یې زړه کې ونه ساتله، هو به هو هغسې چې د مکې له فتحې وروسته اسلامي زعامت یوه حسنه رؤیه خپله کړې وه.

 

مونږ پوهېدو چې ددې حکیمانه او په اسلامي اخلاقو مزئن دريځ اغېز له څلور لسیزو وروسته د افغانانو تر منځ د وحدت او خلوص یو حقیقي ماحول رامنځته کېدل دي خو شاید ډېرو ته د داسې ادعا منل ستونزمن وو.

 

د شهید خلیل الرحمن حقاني د شهادت په ویر د هېواد له هر ګوټ، هر قشر او هر لیدلوري څخه د شخصیتونو او ولسونو غمرازۍ همغه ادعا عملا ثابته کړه.

 

د پکتیا لرې پرتې او په غرونو کې حصارې ولسوالۍ (ګردې څېړۍ ) ته له لرې ولایتونو راتګ له قدمونو او وسایلو زیات د زړه زور او د زړه اراده غواړي.

 

په ګردې څېړۍ کې د شهید حیات الله مېلمستون په مسلسل ډول یوازې د ااا په مشرانو او مجاهدینو ډک نه وو؛ بلکې هلته په زرګونو هېوادوال له بېلابېلو قومونو او اقشارو څخه د شهید حقاني د غمرازۍ لپاره تلل او راتلل.

 

په سلګونو هزاره، تاجک، ازبک، بلوڅ او … له سلګونو کېلومټره مزل وروسته هلته راغلل او په غم کې راشریک شول؛ ان هغه اشخاص چې ممکن پخوا یې د جګړې پر مهال د ټوپک شپېلۍ د همدې کورنۍ پر خوا وه خو نن یې غم خپل غم بولي.

 

هغه د پیغامونو له لارې غمشریکۍ خو لا د پام وړ وې. 

هیچا خپل پخواني مخالفت ته پام ونکړ او په خورا درنو الفاظو یې د تسلیت مراتب وړاندې کړل.

 

ماحول او حالات ویرجن و خو زموږ ذهن د وحدت دې غوړېدونکو هیلو هم بوخت کړی وو. دا هر څه ولې؟ موږ ویل شاید داسې حالاتو ته لا ډېر مزل پاتې وي، ځکه څلوېښت کاله کرکجن ماحول، دا ایجابوي چې خدای مکړه د بل پر غم خوښ شو، خو نه څه باندې درې کلونو حالات د توقع څخه لا زیات بدل کړي.

 

دا هر څه د ستر رب لورینه ده؛ خو د اسبابو په عالم کې یې د خلیفه صاحب اسلامي اخلاق، محمدي تقلید، تواضع او پراخه سینه یو له سترو لاملونو ده

 

«وَلَا تَسْتَوِی ٱلْحَسَنَةُ وَلَا ٱلسَّیِّئَةُ ۚ ٱدْفَعْ بِٱلَّتِى هِىَ أَحْسَنُ فَإِذَا ٱلَّذِى بَیْنَكَ وَبَیْنَهُۥ عَدَٰوَةٌۭ كَأَنَّهُۥ وَلِىٌّ حَمِیمٌ»

تړلي موضوعات