له یو قطبي نړۍ تر نوي نړېوال نظم!
په ۱۹۹۱ کې د کرملین زوال سړې جګړې او د نړۍ دوه قطبي نظم ته د پای ټکی کېښود، چې د امریکا لپاره بهترین فرصت و. " شلمې پېړۍ دا په اثبات ورسوله، چې امنیتي چاپيریال د خبرتیا پرته ډراماتیک بدلون کوي. (زلمی خلیلزاد)"
امریکا رېیل پولټيکه لوبه او سیکتاریستي ستراتېژي خپله کړه، د امریکا ستراتیژیستانو د ریم لینډ جیوپولټيکه تیوري چې (لویدیځه اروپا، منځنی ختیځ، جنوبي آسیا، جنوب ختیځ آسیا، ختیځه اروپا) هېوادونه یې برخه ګرځي ورباندې عمل وکړ او په یاده سیمه کې يې خپلې نظامي اډې جوړې کړې، چې د امریکا د سیاسي، اقتصادي او پوځي ځواک توازن وساتي او خپل نفوذ پراخ کړي.
د ۲۰۰۱ سيپتمبر یوولسمې له پېښې وروسته امریکا پر افغانستان یرغل وکړ او امریکا د نړۍ په څو ځایه جګړو کې ښکېله شوه، دا ښکېلتیا د نړۍ دوو سترو قدرتونو چین او روسیې ته طلایي فرصت په لاس ورکړ.
چین، روسیې او هند ته د نړۍ د سترو قدرتونو په حېث راپورته کېدو لار برابره شوه او د یو قطبي نظم د ختمېدو پېلامه شوه، روسیې او چین د نړۍ د یو قطبي نظم څخه د څو قطبي نظم ته د تګ په موخه اقتصادي سازمانونه جوړ کړه، چې دا امریکا ته د خطر زنګ و، په ۲۰۲۱ م کال کې د سپېني ماڼۍ په افغانستان کې له زوال وروسته د امریکا په نړۍ کې د نفوذ او پوځي ځواک توازن ساحه د کمېدو په حال کې ده او د یو قطبي نظم د ختمېدو امکاناتو ته زمېنه برابره کړه.
په وروستیو لسېزو کې په نړۍ کې د جیوپولیتیک اهمیت تېوري انساني سرچینو او تکنالوژۍ ته پراخه شوه، تکنالوژي، سایبري امنیت او اقتصاد په نړېوال نظم کې ستر رول لوبوي، ستر قدرتونه کوشش کوي، تر څو د سایبري امنیت، ایټمي بټيو په پراختیا، انساني سرچینو او اقتصادي همکاریو په برخه کې د ځواک توازن وساتي او د نفوذ ساحه پراخه کړي.
د روسيې، چین او ایران نږدېکت
پر چین، روسیې او ایران د امریکا د اقتصادي او امنیتي بندیزونو له امله یاد هېوادونو خپل تر منځ په اقتصادي برخه کې اتحادونه لکه: د (برېکس سازمان، شانګهای سازمان، د یو کمربند او یو لار نوښت) جوړ کړ، چې نړۍ د یو قطبي نظم څخه څو قطبي نظم ته وړي، یاد هېوادونه په ګډه پوځي تمرینونه ترسره کوي او د ایټمي بټيو په پراختیا، د وسلوالو نوښتونو او اقتصادي او زېربنایي همکاریو کې مرسته کوي.
د چین د یو کمربند او یو لار نوښت چې د چین د جنوب سمندر څخه پېل کېږي، د هند سمندر له لارې منځني ختیځ، اروپا او افریقا هېوادونو ته رسېږي، چین د یاد نوښت له لارې غواړي، آسیا او اروپا، منځنۍ آسیا او سویلي آسیا او افریقا یو کمربند جوړ او یو اتحاد شي، چې د اقتصادي او سیاسي ځواک توازن وساتي او د غرب د نفوذ او ځواک ساحه کمه کړي.
د برېکس سازمان یو اقتصادي او سیاسي سازمان دی، یاد سازمان د خپلو مرکزي غړو (برازیل، روسیه، هندوستان، جنوبي افریقا او چین هېوادونه) تر منځ د سیاسي او اقتصادي ځواک توازن ساتل، او د غرب د اقتصاد ساحه محدودول دي، چې د نړۍ ۴۰ فیصده نفوس برابروي، یاد سازمان په نړېوال نظم کې پر اقتصادي بدیل باندې کار کوي، نوی پرمختیایي بانک یې رامنځته کړ، چې د نړېوال بانک په پرتله د بدیل په توګه کار کوي.
په وروستیو کلنو کې برېکس سازمان پراختیا ومونده، چې ځېني عربي او ځېني نور هېوادونه یې ګډونوال شول، یاد سازمان د نړېوال اقتصاد ستره برخه راخپلوي.
چین او هند تکنالوژي، روسیه او برازیل انرژي او خام مواد او سویلي افریقا یې معادن برابروي.
په وروستیو کلنو کې برېکس سازمان غړو هېوادونو پرېکړه وکړه، چې پر داسې پروسې کار وکړي، چې برېکس د خپل پیسو نوټ ولري او په سیمه یېزه کچه ترې استفاده وکړي، چې په راتلونکو کې د ډالرو په مقابل کې د ستر بدیل په توګه ښکاره کېږي.
د شانګهای سازمان چې په ۲۰۰۱ م کال کې د چین، روسیې، قازقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان له لوري جوړ شو، یاد سازمان د اقتصادي، امنیتي ځواک، او سیمه ېيز نفوذ ته لاره هواروي او د سیاسي او اقتصادي ځواک توازن ساتي، اقتصاد، امنیت، کلتوري همکارۍ او سیمه یېز ثبات ددې سازمان مهمي دندې دي.
تر ټولو مهم دا چې د نړۍ ستر قدرتونه د ارواسیا (EUROASIA) سیمه کې چې د نړۍ ۷۰ فیصده نفوس برابروي، د نفوذ د پراختیا هڅه کوي. په جیوپولتیکي تیوري کې د شطرنج تختې تیوري پر دې تخته د نړۍ سیاسي لوبي ترسره کېږي، یاده تیوري د ارواسیا (EUROASIA) سیمي په اړه بحث کوي او وایي؛ چې د نړۍ هر ستر قدرت په یاده تیوري باندې عمل وکړي، د نړۍ سیاسي او اقتصادي ځواک توازن به ساتي، ستر قدرتونه غواړي چې په یاده سیمه کې د سیاسي، اقتصادي او امنیتي ځواک توازن وساتي، او د خپل نفوذ ساحه پراخه وکړي، د روسیې، چین، شمالي کوریا او ایران امنیتي او اقتصادي نږدېکت په ارواسیا (EUROASIA) سیمه کې د غرب او ناټو نفوذ ساحې محدودولو او د نړۍ څو قطبي نظم ته تګ دی.
د روسیې، چین، شمالي کوریا او ایران امنیتي او اقتصادي نږدېکت د لویدیځ پر بندیزونو اغېز، پوځي او سیاسي توازن کمولو د نړېوالو ایتلافونو پر وړاندې ننګونې امریکایي ستراتیژیستانو ته ګواښ ګڼل کېږي.