د الوبالو ۹ حيرانوونکې ګټې؛ د سرطان ګواښ هم کموي
الوبالو يوه خوندوره مېوه او د روغتياپوهانو په اصطلاح سپک او خواږه خواړه دي چې خلک يې تازه، وچ شوي او په نورو طريقو خوړلی شي. د ځينو هېوادو خلک يې يخچالي شوي هم خوري او ويستل شوې اوبه يې له بېلابېلو خوړو سره هم ګډوي.
د امریکا «پاور اف پوزېټیویټي» وېبپاڼې لیکلي چې د الوبالو يو خوراک چې يوه پياله يا ۲۱ دانې کېږي، له ۱۰۰ کمې کالورۍ لري او په دې سربېره دا مېوه له بې ساري غذايي توکو او وټامنونو ډکه ده، چې لاندې يې ځينې ګټې رااخلو:
۱. انټي اکسيډانټ
چې د التهاباتو په کمولو کې مرسته کوي او د سرطاني حجرو د له منځه وړلو ځاني پروسه چټکوي.
۲. ویټامین C
د الوبالو يو خوراک چې وړاندې يې اندازه وښودل شوه، د ویټامین سي د مطلوبې ورځينۍ اندازې ۱۸ سلنه پوره کوي، چې ویټامین سي د بدن د معافيت سيستم پياوړی کوي او پوستکی ته ځلا ورکوي.
۳. فایبر
د الوبالو يو خوراک دغه راز ۳.۲ ګرامه فايبر لري، چې وينه کې د کولسټرولو کمولو، د هاضمي سيستم د روغتيا او نورو ډېرو روغتيايي ستونزو لپاره ګټور دی.
۴. په سرطان د اخته کېدو ګواښ کموي
د روغتياپوهانو په اند دا مېوه کولی شي چې د قولون، مقعد، خولې، ستوني او سږو په سرطان د اخته کېدو ګواښ راکم کړي. دغه راز په دې مېوه کې شته غذايي مواد او منرالونه د سرطاني حجرو په وړاندې مبارزه کوي.
۵. خوب منظموي
الوبالو د میلاتونین يوه ښه سرچینه هم ده، دا هغه هورمون دی چې د انسان خوب منظموي. په کوم انسان کې چې د دې هورمون اندازه کموي، په ويده کېدلو کې له ستونزو سره مخ وي.
۶. له تمرينه راپيدا شوي دردونه کمول
د بدن جوړونې او نورو تمرينونو مسلکي لوبغاړي په منظم ډول د الوبالو طبيعي جوس څښي، ځکه دا د عضلاتو درد کموي. دا مېوه د همدې موخې لپاره عادي تمرين کوونکو ته هم مهمه ده.
۷. پوتاشیم
د الوبالو يو خوراک د پوتاشيمو د اندازې ۹ سلنه ورځينۍ اړتيا پوره کوي. پوتاشيم د زړه، بډوډو، مغزو او عضلاتو د روغتيا لپاره اړين دي. په دې سربېره په دماغي سکته د اخته کېدو ګواښ کموي، د وينې فشار منظموي او عضلات پياوړي کوي چې د قولنج مخه هم نيسي.
۸. د سترګو سلامتيا
غذايي رژيم ته د دې مېوې ورزياتول د سترګو د کمزوري کېدو مخه نيسي، دغه راز د سترګو ليد ښه کوي. دا ځکه چې د الوبالو يو خوراک د بیټا کروټين لرونکی دی چې په مستقيم ډول د سترګو ساتنه کوي.
۹. د مغزو ساتنه
الوبالو کې شته انثوسيانين داسې ځانګړتياوې لري چې د عصبي ستونزو مخه نيسي، دغه راز د الزهايمر او پارکينسن په څېر اختلالاتو مخنيوی هم کوي.