د پیجر مخابراتي وسائل څنګه لبنان کې حزب الله ډلې ته ورسېدل او تر شا يې څه کيسه ده؟!

د پیجر مخابراتي وسائل څنګه لبنان کې حزب الله ډلې ته ورسېدل او تر شا يې څه کيسه ده؟! سیاسي

د پیجر مخابرې څنګه د لبنان په جنوب کې د حزب الله ډلې ته ورسېدې، تر شا يې کيسه څه ده؟ څرنګه اسرائيلو وکولای شول دا مخابرې هيک کړي، په دې کې د يوې ايټالوۍ انجلۍ کريسټينا ارنسيډياکونو لاس لرلو حقيقت څه ده او آيا هغه په دې ډله ييزو وژنو کې شريکه ده؟ په دې هکله معلومات مو په دې ليکنه کې را ټول کړي:

 

د پيجر په نوم مخابره يوه ډول مخابراتي وسيله ده چې د فوري اړيکو لپاره کارول کېږي، دا وسیله د راډيو څپو له لارې فعاليت کوي چې په واسطه يې ليکلي پيغامونه تبادله کېږي او هم د خبرتياوو په موخه کارول کېږي، دا ډول وسيلې د امنيتي تدابيرو په لړ کې د هيک د مخنيوي او د لوړې کچې امنيت ساتلو لپاره کارول کېږي کوم چې په لبنان کې د دې برعکس پېښه رامنځته شوې.

 

د لبنان په دې ناڅاپي پېښو او د ډله ييزو وژنو له انځورونو خپرېدو وروسته د خلکو توجه د لبنان او اسرائيلو ترڅنګ تايوان ته واوښتله؛ ځکه چې دا پيجر يا مخابراتي آله د (Gold Apollo) کمپنۍ لخوا جوړ شوی کوم چې په تايوان کې دی.

 

د حزب الله ډلې څېړنو کې چې نړيوالو رسنيو هم تاييد کړې، په ډاګه کړي چې په پيجر مخابرو کې چاودېدونکي مواد ځای پرځای شوي او بيا لبنان او حزب الله ډلې ته ور استول شوې وو.

 

دا مواد د کتبي يا ليکلي پيغام يا مسج لیږلو څخه څلور ثانيې وروسته چاودنه کوي، چې يا پيغام هم د سايبري ټکنالوژۍ په واسطه لېږل کېږي چې له امله يې د پيجر په بیټرۍ کې په ليتيم مادې اغېز کوي او د حرارت درجه يې لوړېږي چې له امله يې ځای پرځای شوي انفجاري مواد چاودنه کوي او د زيان کچه ډېروي.

 

که د پيجر جوړونکي تايواني شرکت ته ور وګرځو نو هغوی په دې کار کې لاس لرل رد کړي او ويلې يې دي چې دوی په مستقيم ډول دا آلې په لبنان نه دې پلورلي، بلکې دا لبنان په هنګري کې د (BAC Consulting) په نوم شرکت څخه را پېرلي کوم چې د تايواني شرکت سره قرارداد لري، ياد شرکت په دې باور دی چې حزب الله ډلې ته له لېږلو مخکې دا چاودېدونکي ټوکي په پيجر آلو يا مخابرو کې ځای پرځای شوي. د دې شرکت مشر وايي چې په دې ډلو کړنو به د خپل شرکت حيثيت او راتلونکی خراب نه دي او په دې کې يې د تايواني شرکت لاس لرل رد کړې دي.

 

خو په هنګري کې د تايواني کمپنۍ سره قرارداد لرونکي د بازار موندنې شرکت مشره ايټالوۍ کريسټينا آرنسيډياکونو ده او هغه د پلور او بازار موندنې مسؤله ده، د حيرانتيا خبره خو دا ده چې دا يو جعلي شرکت دی چې څه موده مخکې د اسرائيلو د استخباراتو موساد لخوا رامنځته شوی.

 

دې شرکت په تېرو کلونو په منځني ختيځ کې د پير او پلور ځيني حقيقي فعاليتونه هم ترسره کړي ترڅو حزب الله ډله په دې باوري کړي چې دا يو حقيقي شرکت دی او په دې توګه اصلي هدف ترلاسه کړي.

 

هنګري شرکت (BAC Consulting) په حقيقت کې يو اسرائيلي شرکت دی او ترڅنګ يې دوه نور شرکتونه هم رامنځته شوي ترڅو د دې شرکت هويټ پټ او د موساد سره په اړيکو لرلو يې پرده واچوي، په دې لړ کې د يو بلغاريايي شرکت (Norta Global) يادونه هم شوې چې لبنان ته د پيجر مخابرو لېږلو پروسه کې يې ګډون کړی، دا هرڅه د اسرائيلو د علمياتو يوه برخه ده چې موخه يې د حزب الله د مخابراتي وسائلو هيک کول او په نښه کول وو.

 

په يوه مرکه کې چې د اسرائيلو د استخباراتو (موساد) پخواني مشر يوسي کوهين، د غزې جګړې څخه يوه مياشت مخکې، د ۲۰۲۳ کال په سپتمبر مياشت کې ترسره کړې وه، ويلي وو: موږ غواړو د دوی (حزب الله) اکمالاتي پروسو ته لاس رسی ولرو او پکې مداخله وکړو.

 

د لبنان د پيجر چاودنې عملياتو ته کلونه مخکې کار پیل شوی وو، چې د دې وسايلو لومړۍ جوپه د ۲۰۲۲ کال په اوړي کې ترسره شوه. په لومړي سره کې کوم چاودېدونکي توکې نه وو ځای پرځای شوي، وروسته بيا په تدريجي ډول په چاوديدونکو توکو د پیجر آلو د سمبالولو پروسه پیل شوه تر دې چې اسرائيل هغه مطلوب هدف ته يې پرته له دې چې په هکله يې شکوک را ولاړ شي ورسېدل.

 

داسې انګیرل کیږي چې د منځني ختیځ څخه یو پیرودونکي چې د (BAC Consulting) څخه يې دا مخابراتي توکي وارد کړي، د حزب الله او شرکت ترمنځ د اړیکو د رامنځته کولو لامل او منځګړی و. 

  

دې پیرودونکي پرته له کومې ستونزې د ياد هنګري شرکت چې په حقيقت کې يو اسرائيلي استخباراتي شرکت دی محصولات ترلاسه کړي ول او هیڅ ډول چاودیدونکي توکي پکې ځای په ځای شوي نه وو.

خو د شرکت يوازينی او اساسي هدف او موخه د لبنان د حزب الله ډله وه.

 

د دې اسرائيلي استخباراتي عملياتو په هکله پلان دا وو چې د حزب الله ډلې سره د هر اړخيزې جګړې پيل کېدو سره هممهاله ترسره شي، ځکه اسرائيلو غوښتل چې په دې توګه د حزب الله ډلې داخلي ارتباط او اړيکو سيستم فلج کړي او حزب الله ته دا فرصت ورنکړي چې د بديل په لټه کې شي خو دا هرڅه د نيول شوي پلان خلاف ترسره شول.

 

موساد اسرائيلي استخباراتي سازمان ته معلومات ورسېدل چې د حزب الله ډلې دوه غړي د پيجر مخابرو کې د چاودېدونکو توکو په هکله شکمن شوي او د پيجر آلو په معاينه کولو بوخت وو، که چېرته دا معلومات سم وای نو ممکن د هغو عملياتو د ناکامۍ سبب ګرځېدلی وای چې اسرائيلو ورته په اوږدمهاله موده او کلونو کار کړی وو، همدا وجه وه چې اسرائيلو بیړنی اقدام وکړ.

 

له همدې امله اسرائيلو په سمدستي توګه د عملياتو د ترسره کولو پريکړه وکړه، اسرائيلو رسنيو ته په ناببره توګه د حکومت لخوا خبر ورکړل شو چې ممکن احتمالي جګړه رامنځته شي، او دا چې د اشغال شوي فلسطين په شمال کې د لبنان سره د جګړې جبهه کې پېښې زياتې او د اسرائيلي اشغالګرو پوځ د بريد لپاره چمتو دی.

د اسرائيلو د دې کړنو او اقداماتو ترشا هدف دا وو چې حزب الله ډله دې ته وهڅوي چې د پيجر مخابراتي وسائل ترک نه کړي، اسرائيلو غوښتل د جګړې اوازو خپرولو سره حزب الله ډله د پیجر مخابرو څخه غافله کړي چې وار د مخې حزب الله ډله پرې شکمن شوې وه.

 

اسرائيلو ته تر ټولو مهمه دا وه چې حزب الله ډلې غړي دې ته اړ کړي چې هغه پيغامونه ترلاسه کړي چې پیجر ته د سايبر ټکنالوژۍ په وسيله اسرائيلو استول چې څلور ثانيې وروسته چاودنه رامنځته کوي او مقابل لورې ته پراخ زيانونه اړوي.

 

د پيجر مخابرو د چاودنو په دويمه ورځ هم په لبنان کې چاودنې رامنځته شوې چې هغه يې دويمه څپه وه، چې په دې ورځ ځينو نورو توکو ته هم چاودنه ورکړل شوه چې په دې لړ کې د چاپان د (ICOM) کمپنۍ محصولات او وسائل هم وو چې داسې ګومان کېږي چې ياد توکي هم د هغه هنګري شرکت لخوا لبنان ته صادر شوي وو چې په حقيقت کې د اسرائيلي استخباراتو شرکت دی.

 

د پيجر مخابرو د انفجار لومړۍ څپې وروسته حزب الله ډلې نورو بدیلو مخابراتي وسائلو ته مخه کړه چې په دويمه ورځ د دويمې څپې په لړ کې د (ICOM) مخابرو او توکو ته انفجار ورکړل شو، دا په ډاګه کوي چې موساد سازمان د دې شيبو انتظار کاوه او وار دمخه يې دا سيناريو په نظر کې نيولې او پلان يې ورته نيولی وو. لا تر اوسه د دې چاودنې د دويمې ورځې يا دويمې مرحلې په هکله ډېر معلومات نه تر سترګو کېږي.

 

که څه هم اسرائيل د دې عملياتو او مخابراتي وسايلو په هيک کولو او همداراز ورته په انفجار ورکولو کې بريالي شول خو مطلوب هدف يې ترلاسه نکړای شو، له همدې امله ښايي حزب الله ته يې احتمالي پوځي زيان ډېر زيات وای.

 

حزب الله ډله وايي چې په چاودېدونکو توکو سمبال دا وسائل يا پيجر ورته ۳ مياشتې مخکې ور رسېدلې وو، خو اسرائيلي او امريکايي رسنيو څرګنده کړې چې د اسرائيلو استخباراتي سازمان(موساد) وکولای شوی تر ۵۰۰۰ زرو پورې پيچر وسائل يا مخابرې په چاودېدونکو توکو سمبار کړي چې دې عملياتو څو کلونو ونيول.

 

د ۵۰۰۰ توکو خبره نور شکونه هم را ولاړوي؛ ځکه ښايي دا شمېر لوړ او ممکن نور داسې وسائل او مخابراتي توکي هم وي چې چاودېدونکي توکي پکې ځای پرځای شوې وي او لا تر اوسه ترې حزب الله ډله خبره نه وي.

 

سرچينې: هغه معلومات او راپورونو چې رويټرز، نيويارک ټايمز، هارټس اسرائيلي ورځپاڼې، ۱۳ اسرائيلي ټلويزون، حزب الله ډلې او داسې نورو خپاره کړي. 

تړلي موضوعات