د افغانستان نوې څېره.. ۳ برخه

د افغانستان نوې څېره.. ۳ برخه سیاسي

د افغانستان نوې څېره؛ د ملا عمر رحمه الله زوی د خپل پلار د وفات کيسه کوي!

افغانستان ته زما د سفر پرمهال مې هڅه کړې د دې هېواد نوې بڼه را برسېره کړم، د افغان خاورې په هکله زمونږ د خبرو په درېیمه برخه کې هم په افغانستان کې د اسلامي امارت د دفاع وزير ملا محمد يعقوب سره خبرې اترې لرو، نوموړی موږ ته دخپل پلار ملا محمد عمر رحمه الله د غياب حکايت کوي…

دلته ملا يعقوب دا لېوالتيا لرله چې خپل پلار ته ووايي چې دا نور را ستر شوی او هغه اوس هغه اته کلن ماشوم نه دی چې کله نوموړی د ده، کورنۍ او د نړۍ له سترګو پناه کېدو او پرېښی يې وو.


اوسنی دفاع وزير د همدې په هکله خبرې کوي، او دا چې څرنګه يې خپل پلار ته د خپلې کورنۍ د اداره کولو په هکله د خپلو پلانونو په هکله قناعت ورکاوه، نوموړی وايي: (( خپل پلار ته مې د هغه له وفات څو ورځې مخکې ليک واستولو او د خپل واده په هکله مې خبر کړ او دا چې اطمينان ورکړم چې زه اوس را لوی شوی یم او غواړم د ده په غياب کې د خپلې کورنۍ سرپرستي وکړم او د کورنۍ اړوند ټولې مالي چارې په غاړه واخلم، چې مخکې زما تره عبد المنان عمري کوم چې اوس د کار او ټولنيزو چارو وزير دی، په غاړه لرلې، او بالفعل د پلار له موافقې وروسته دا چارې ماته را انتقال شوې، لا اوس هم راته په ياد دي چې ما به د ده د غياب پرمهال د ده د ليدو او زيارت غوښتنه کوله او هغه به راته اعتذار وړاندې کولو، ځکه د هغه د ځای د کشف کېدلو خطر موجود وو.))


هغه څه چې د ملا محمد عمر رحمه الله د وفات خبر په هکله خپاره دي چې څو مياشتې وروسته د ده د مړينې خبر خپور شو او دا چې د تحريک له مشرانو هم دا خبر پټ وساتل شو، ملا يعقوب د لومړي ځل لپاره د هغه مهال يو څه اسرار په ډاګه کوي، نوموړی وايي: (( د وفات څخه يوه ورځ وروسته يې موږ خبر شو، موږ خبر وو چې ناروغي يې شديده ده او هغه څوک چې د ملا عمر مجاهد رحمه الله سره اوسېدلو او د ده سره په زابل ولايت کې د هغه په استوګنځای کې ملګری و د قاصد (د ملا عمر رحمه الله او د طالبانو تحريک د مشرانو ترمنځ منځګړی و) ليدو ته يې ورغلو او بيا يې ورته خبر ورکړ چې ملا صیب وفات شوی دی، حال دا چې دا منځګړی زما ناروغ پلار ته د درملو راوړلو لپاره تللی و، خو هغه په همدې شپه وفات شو.


زموږ سره يې اړيکه ونيوله او د ځينو مشرانو سره سرحدي سيمو ته ولاړم، د جمعې ورځ وه، ملا عمر مجاهد رحمه الله د چهارشنبې په ورځ وفات شوی و، هلته مو د منځګړي(قاصد) سره وليدل چې هغه ملا عزيز الله و.

موږ سره زموږ تره عبد المنان عمري او د ملا عمر رحمه الله استاذ مولوي عبد الرحمن هم وو، همداراز د لومړي امارت(۱۹۹۶-۲۰۰۱) پرمهال د هغه مشاور او ليکوال ملا عبد السلام هم وو، د منځګړي(ملا عزيز الله) سره مو وليدل، کوم چې موږ ته يې د والد صیب د ناروغۍ کيسه پیل کړه او دا چې بايد روغتون ته يې بوځو، ملا عزيز الله همداسې خبرې کولې چې وروسته يې له خولې د رحمه الله کلمه ووتله، هغه وخت پوه شوم چې والد مې وفات شوی دی.))

ملا يعقوب د رحمه الله په درد او خفګان سره دا د غم کيسه موږ ته اوروله بيا یې هغه کور ته د تګ له خطر ډک حکايت بيان کړو کوم ځای کې چې ملا عمر رحمه الله وفات او دفن شو، دا په عموم کې په افغانستان او په ځانګړي ډول په جنوبي ولايتونو کې کوم چې د طالبانو مرکز بلل کېدو، د امريکايي او غربي ځواکونو د شتون په صورت کې له خطره ډک سفر وو، ملا یعقوب وايي: ((کله چې يې د وفات څخه خبر شو، موږ د خپل تره سره يوځای هغه کور ته د ورتګ تکل وکړ چې په هغه ځای کې دفن شوی وو. امريکايي ټانګونه په ټول ولايت کې خپاره وو، کلي ته په ډېر تکليف ورسېدو، زموږ رسېدو سره سم په هغه کلي کې چې والد صيب مې پکې دفن وو امريکايي الوتکو هم ناسته وکړه، خو د دې ترڅنګ مو هم وکړای شول هغه اطاق ته ورشو چې پلار مې پکې اوسېدلی او بيا دفن شوی و، هغه په ياد اطاق کې دفن شوی او قبر د ځمکې سره هوار جوړ شوی و، ترڅو داسې نښې او علامې نه وي چې د هغه قبر ترې کشف شي، د قبر ځای مو را وسپړلو او د هغه له وفات څخه مطمئن شوم، د هغه مخ مې خپل لورې ته را واړولو او ښکل مې کړ، بيا مې بېرته د قبلې لورې ته کړ، سپينه ږيره او له حالت څخه يې داسې معلومېده لکه ويده چې وي.))


کله چې ملا يعقوب او تره يې د والد صیب له وفات يې يقيني شول هماغه ورځ يې د تحريک مشرتابه ته د هغه د وفات په هکله خبر ورکړ، ملا محمد يعقوب وايي: (( د خپل والد د قبر زيارت څخه د را ګرځېدو وروسته مو د افغانستان په خاوره کې د ملا اختر محمد منصور سره وليدل کوم چې د تحريک مشر شو، همدارنګه موږ د قاضي القضاة شيخ هبة الله سره وليدل کوم چې اوس د اسلامي امارت زعيم دی، همدارنګه مو د مولوي عبد الحکيم سره وليدل، او هغوی ته مو د والد د وفات په هکله د خپلو موندنو معلومات ورکړل. دوی ټول خبر وو، وروسته بيا مجلس وشو چې په هغې کې نور محمد ثاقب، عبد القيوم ذاکر، أميرخان متقي او نور غړي موجود وو، زه په ياده جلسه کې نه وم، او بيا په رسمي ډول ملا اختر محمد منصور د تحريک د نوي امير په توګه انتخاب شو.))


کله مې چې د ملا محمد يعقوب څخه په هغه وخت کې د ملا محمد عمر رحمه الله د وفات خبر د نه اعلانولو ترشا د راز پوښتنه وکړه نو پرته له تردده يې وويل: (( دوه لاملونه يې لرل: داخلي او خارجي، داخلي يې دا چې موږ دې ته لېواله وو چې هغه مهال د نوموړي د وفات اعلان ونه کړو ترڅو وفات يې د تحريک په داخلي جوړښت منفي اغېز ونه کړي، په ځانګړي ډول داسې يې تحريک چې هغه په هغه وخت کې پټ او له هر اړخه د بريد لاندې وو، نو ځکه موږ هڅه کوله چې د تحريک د ټوټه کېدو او پاشل کېدو مخه ونيسو، او بهرنی لامل يې دا وو چې امريکايي ولسمشر بارک اوباما هغه مهال له افغانستان څخه د وتلو هوډ او تعهد کړی وو، نو موږ وېره لرله چې د وفات اعلان به له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو پرېکړه کې د بدلون لامل شي.))

په راتلونکې برخه کې به د بهرنيو چارو وزارت په انګړ کې د بهرنيو چارو وزير امير خان متقي سره بهرنۍ نړۍ ته د افغانستان د دروازې او افغانستان ته د نړۍ د دروازې په هکله خبرې اترې ولرو.

تړلي موضوعات