د خونړي ماموریت شرمېدلی پای!
د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې دیرشمه د شپې اخري حصه وه، د قاتل لښکر اخري عسکرو خپلې موزې کش کړې وې.
دا پر یو مظلوم او بې دفاع ولس د یوېشتمې پېړۍ د زبرځواک د اشغال وروستۍ شېبې وې!
د وحشي لښکرو د وتلو دا شېبه تصادفي نه وه، د شپې په دې وروستۍ برخه کې د اشغالګرو وتلو یو لوی پیغام له ځان سره درلود!
هو: دا د شل کلن اشغال د تورو شپو د پای کېسه وه!
د سنبلې ۹ شپه رښتیا هم تاریخي وه!
دا پر مادیاتو د ایمان او عقیدې برلاسي وه، د کلک ایمان او پرمختللې ټیکنالوژۍ د شل کلنو ډغرو په وړاندې د پرمختګ او تېښتې ننداره وه، دا شېبې تاریخې وې، نن د عصر په پرمختللو وسلو سمبال لښکر له داسې یو مجاهد سترګې اړولې چې یواځې یو کلاشينکوف او څو زنګ وهلي شاجورونه یې په زړه چانټه کې درلودل!
د غازیانو پر شونډو د فتحې ماناداره موسکا خوره ده، ژبې لا هم د خدای د لوی نصرت په شکران لمدې دي!
هو د خدای په ذکر نعمتونه زیاتیږي، ازادي تر ټولو لوی نعمت دی.
دا د بشر په تاریخ کې یوه نه تکراریدونکې صحنه ده!
دا پرطاغوت د حق برلاسي وه، د ټولې نړۍ خبري شبکو سرټکي د کابل هوايي ډګر و، د یو زبر ځواک باتجربه جنرالان او مشاورین د خپلو ماتو لښکرو د خوندي ویستلو لپاره وارخطا او لالهانده وو!
بې له شکه دا شېبې تاریخي وې، چا یې فکر هم نه کولو چې د بي ۵۲ او اپاچي وزرې به یو ورځ قاتیږي، دا تاریخي ورځ وه، د یو یاغي او متکبر دښمن د خپل سریو او راج شړۍ ور ټوله شوې وه، څنګه یې کارنامه نه بولې؟!
د ناټو عسکر تښتېدلي و اوس د جګړې سرخېل ( امریکا) وروستي عسکر الوتکې ته پورته کېدل!
تورنجنرال کرستوفر دوناهو د امریکايي ځواکونو وروستی کس چې الوتکې ته پورته او له افغانستان ووت!
امریکايي الوتکه اسمان ته پورته شوه، د تکبیر نعرو د کابل فضا په سر اخېستې وه، غازیان په بېړه د امریکايي عسکرو وروستي تم ځای ته ورسیدل، هلته هیڅ هم روغ نه و پاتې!
ویجاړې الوتکې، سوځېدلي او ذوب شوي وسایط او له منځه تللي پوځي تجهیزات، همدا ویجاړۍ افغانانو ته د وحشي اشغالګرو وروستي پاتې شوني وو!
غازیان ډلې ډلې په سجدې پرېوتل، چا د خپل مور وطن ویجاړ حالت ته ژړل، چا جارو راواخېسته او د اشغالګرو سپیره قدمونه یې ور جارو کړل!
د سهار رڼايي راولږیده د کابل پر افق د خپلواکۍ لمر څړیکه وکړه، د سنبلې د نهمې دا سهار له ځان سره لوی او تاریخي ویاړونه خوندي کړل.
هو د سنبلې د نهمې لمر د نا اشنا او عجیبو پېښو شاهد و!
یو مجاهد خپلې مور ته د ټلیفون له لارې په ژړغونې غږ وویل، د لالا پر قبر ګلان وپاشي، ټول لاړ شئ په رڼا ورځ یې زیارت وکړئ.
هو نن ویره او اضطراب پای ته رسېدلی و، د زندانونو فولادي دروازې خلاصې شوې، ستړي او بې سېکه وجودونه ایله کنډ کپرو دیوالونو ته تکیه شول، د ټپيانو پر زخمونو پټۍ تاو شوې، بورو میندو د شهیدانو پر قبرونو ګلان وپاشل، ولس د شل کلن اشغال ګردونه له مخ پاک کړل.
هو د سنبلې په نهمه یو ځل بیا افغان ملت د خپلواکۍ ژوره ساه د زرګونو انسانانو د سرونو او د هغوی د بدن د اندامونو په بیه واخېسته، کابل خپل اصلي رنګ واخېست، حقیقت حاکم شو او هر څه د افغاني کېدلو پر لور سوق شول!
اوس د هېواد جوړونې او پرمختګ تر څنګ ټولو اسلامي او افغاني ارزښتونو د خوندي کولو لپاره فرصت برابر شوی، موږ ټول باید دا موکه غنیمت وګڼو، د یرغلګرو او د هغوی نمک حلاله مزدورانو هر ډول تخریبي کړنې باید په نطفه کې ور خنثی او د خپل ملت راتلونکی د سالم مسیر په ټاکلو سره تضمین او خوندي کړو.
وما علینا الاالبلاغ