نړۍ او سیمه د افغانانو د وینو پوروړې ده!
افغانانو له نن ۱۰۵ کاله وړاندې له انګرېزانو سره د درېیمې جګړې وروسته د وخت تر ټولو غښتلې امپراطوري یعني لویه بريټانیا دې ته مجبوره کړه چې خپل مات ګوډ عسکر له افغان قلمرو وباسي او افغانستان د یو خپلواک هېواد په توګه ومني.
انګرېزانو د افغانانو د ماتولو لپاره تر خپل وروستي حده هڅې او زیار وکړ، هره لار یې وازمایله، خپل ټول نظامي او استخباراتي چالونه یې په کار واچول، خو لله الحمد افغان مجاهدینو خپل سپېڅلي اهداف په هیڅ ډول مالي او کاذب معنوي ارزښت معامله نه کړل.
د افغان ـــ انګرېز لومړنۍ معرکه په ۱۸۳۹ کې پېښه شوه، له هغې وروسته بیا ۱۸۷۸ کې دویمه او بیا درېیمه جګړه چې بلا خره په ۱۹۱۹ کې انګریزي امپراطوري د افغانستان خپلواکۍ ته سرټیټ کړ.
په دې شاوخوا اتیا کلونو کې بریټانیا افغانستان ارام ته پرېنښود، درې لویې جګړې رامنځ ته شوې، زرګونه افغانان شهیدان، ښارونه ویجاړ او فصلونه یې له منځه لاړل.
خو پر خپلو دیني ارزښتونو مین مجاهد ولس څه باندې نیم قرن د انګرېز پر ضد له هر ډول قربانۍ مخ تاو نه کړ، هر کړاو یې وزغملو خو د انګرېزانو ستراتیژیکې طرحې یې ور شنډې کړې، د افغانانو همدې کلک مقاومت بلاخره انګرېزان دې ته اړ کړل چې له افغانستان خپل مات ګوډ لښکر وباسي او د افغانانو خپلواکي په رسمیت وپېژني.
د افغانانو پاکو وینو او سپېڅلو ارمانونو نه یواځې دا چې په افغانستان کې د خپلواکۍ شملې روښانه کړې بلکې د سیمې د محکومو ولسونو تېاره ژوند یې هم روښانه کړ.
هندیان، بنګالیان او د اوسني پاکستان پنجابیان دا هغه ولسونه و چې انګرېزي ښکیلاک د ناچيزه تنخوا په مقابل کې د افغان مبارزینو پر ضد جګړې ته استول، خو د افغانانو په لاس د بريټانیا مات او ګوډ لښکر بېرته ستنېدو پر محکومو ولسونو د وېرې او ډار حاکمه فضا بدله کړه، هغوی هم د خپلواکۍ اخېستلو په فکر کې شول بلاخره هند ازاد شو، د هند له بطن پاکستان دنیا ته راغی او بنګال بیا د پاکستان له خېټې راووت.
رابه شو اصلي هدف ته، دا یواځې د انګرېزي استعمار پر وړاندې د افغان مجاهد ولس د وینو او سرښندنو برکت نه و چې محکومو انسانانو ته یې د مبارزې او خپلواکۍ درس ورکړ د پخواني شوروي اتحاد د ماتې پر مهال له دې هم لویه پېښه تکرار شوه.
له انګرېز د خپلواکۍ اخېستلو څه باندې نیم قرن نه و پوره چې یو بل ښامار د افغانستان د لاندې کولو په موخه راغی، دا د کمونیزم پر مفکورې پالل شوي سرې لښکرې وې چې د ټولو نړېوالو اصولو خلاف یې پر افغان حریم د هوا او ځمکې له لارې تېری وکړ!
له دویمې نړېوالې جګړې وروسته کمونیزم په ډېرې چټکۍ پرمختګ وکړ، په نظامي او اقتصادي ډګرونو کې یې نړۍ تر شاه پرېښوده، د کمونیزم همدې چټکې پرمختیا پر لویدیځ تبه راوسته، د امریکا په مشرۍ یې د ناټو ټلواله په همدې موخه ایجاد کړه څو شرقي اروپا د شوروي اتحاد له تاړاکه وساتي.
خو پخواني شوروي یوه نه جبرانېدونکې تېروتنه وکړه، دا موږ نه وایو پخپله د پخواني شوروي اتحاد د بهرنیو چارو وزیر شوور ناتزي په ۱۳۸۹ کال کې ویلي و(( شوروي اتحاد پر افغانستان د یرغل ډېره ستره اشتباه کړې ده))
څو دې وس رسي په لوی دریاب کې ګرځه
په ویاله کې دې زوال وینم نهنګه
شوروي پوځونو پوره نهه کاله د افغانستان پر کلیو او بانډو بمونه وغورځول، میلیونونه افغانان شهیدان، معیوب او ميلیونونه نور کډوال شول.
دغې نهه کلنې جګړې افغانستان ته د سر او مال درانده زیانونه واړول خو روسان یې هم له پښو وغورځول.
سرو لښکرو هر ډول جنایات تجربه کړل خو په مقابل کې یې د افغانانو کرکه نوره هم زیاته او د اشغال د پای لپاره د دوی مبارزه نوره هم پراخه او چټکه شوه، نړۍ نوره د کمونیزم څخه په ویره کې نه وه، کمونیزم د سريښو ډنډ ته لوېدلی و، خو نړۍ له افغانانو سره ستر خیانت وکړ، هیڅ نړيوال تاریخ دا ونه لیکل چې کمونیزم د افغانانو په لاس مات شو!
افغانانو بلاخره د میلیونونو انسانانو په قربانۍ شوروي اتحاد ته ماتې ورکړه، د افغانانو پاکو وینو رانګ راوړ، د یو زبرځواک هېواد منظم لښکر او جنګي ماشین نور کار پرېښي و، افغانستان د سرولښکرو له اشغال بریالی راووت!
د افغانانو همدې سرښندنو بیا هم نړۍ له یو لوی خطر په امن کړه، په ۱۹۹۲ د جنوري په لومړۍ نېټه پخوانی شوروي اتحاد په رسمي ډول وپاشل شو او ۱۵ هغه هېوادونه چې د زور له لارې یې تر ستونې تیر کړي و، په یو او بل پسې یې خپلواکي واخېسته.
همدا وه د افغانانو د پاکو وینو او کلکو مبارزو پایله چې محروم او مستضعف ولسونه یې د ښکیلاکګرو له پنجو راوویستل.
هو نړۍ او سیمه باید د افغانانو د قربانیو قدردانی وکړي، دوی د ښامارانو نسونه څېرلي او مړ ژواندو ولسونو ته یې نجات ورکړی.
خبره همدلته نه خلاصه کیږي، له نن پوره ۲۳ کاله وړاندې امریکا د خپلو نړیوالو ملګرو په ملتیا پر افغانستان یرغل راوړ، شل کاله یې دلته نسل وژنه وکړه، تر انګرېز او شوروي هم مخ ته لاړ، خو بلا خره دا ازارګټلي هم په ډېره رسوايۍ له افغانستان شرمېدلي ووتل.
افغانستان رښتیا هم د امپراطوریو هدیره ده!
هو، افغانان وکړېدل دومره زیات چې له دویمې نړېوالې جګړې وروسته هیڅ قوم په دې کچه نه قرباني ورکړې او نه یې هم مرګونه لیدلي خو دا عظیم ولس محوه نه شو، تاریخ یې مسخه نه شو، د جغرافیې نقشه یې بدله نه شوه، دوی خپل دیني ارزښتونه او ملي ثروت څخه ساتنه وکړه، ان شا الله هغه ورځ لرې نه ده چې افغان ولس به د خپلو ملي پانګو په کارونې د نړۍ د هوسا او نېکمرغه ولسونو په ډله کې خپل ځان وویني.
خو دا هر څه هله ممکن دي چې خپلواکي ولرو، د خپلواکۍ ساتلو لپاره باید کار وشي او هغه مهم فکتورونه په لومړیتوبو کې ونیول شي چې زموږ خپلواکۍ ته پایښت ورکوي او د دې اللهي نعمت تداوم تضمینوي.
بې له شکه له خپلواکۍ پرته هیڅ څه امکان نه لري نو ددې لپاره اړتیا ده چې نور د هېواد یووالي لپاره کار وشي، د ولسونو باور تر لاسه شي، د زور او جبر فرهنګ دفن شي، د ځان غوښتنې پر ځای ولس غوښتنه ترویج شي د راتلونکو احتمالي ګواښونو سره د مبارزې لارې چارې ولټول شي، ځوانان او راتلونکي نسلونه د وخت په مروجو او عصري علومو سمبال شي، نړۍ سره د ښه تعامل لاري چارې ولټول شي، انسان د خپل ټولنیز جوړښت او اړتیاوو له مخې اړ دی چې خپلو همنوعو سره تعامل وکړي ، موږ باید نړۍ ته ثابته کړو که پرون مو د خپل حق لپاره ستاسې ستونی څېرې کولو خو نن مو د سوله ییزو چارو او موخو لپاره هرکلي ته هم ولاړیو.