روغ بدن په سالم عقل ولاړ دی... څنګه خپل دماغ ارام وساتو؟

روغ بدن په سالم عقل ولاړ دی... څنګه خپل دماغ ارام وساتو؟ طبي او روغتیايي

د بدن روغتيا د ذهن له سلامتيا سره تړلې ده، ځکه خو هر چا ته په کار ده چې په ورځني ژوند کې ځيرک انتخابونه ولري، څو ذهن يې روغ، فشارونه او اندېښنې يې کمې او د ژوند ډول يې غوره وي. روغتياپوهان پنځه اسانه ورځنۍ کړنې ښيي چې ذهن ته ارامي، سکون او روغتيا وربښي:

۱- د سکرين کارول کم کړئ

دا نن سبا بېخي بديهي خبره ده چې د موبايل، کمپيوټر، تلويزيون او نورو د سکرينونو کارونه ذهن تر فشار لاندې راولي، ځکه ته د انټرنټ له لارې خپل ذهن ته ډېر معلومات ورکوې چې ځينې يې ستا په احساساتو ناوړه اغېز لري. دا ښايي ستا خوب ګډوډ کړي، اندېښنې درته پيدا کړي او په ذهن دې فشار راولي. د سکرين کارول -په ځانګړي ډول له خوب نه وړاندې- کم کړئ، د دې په ځای مطالعه وکړئ يا د خپلې خوښې يو شی واورئ چې دماغ مو ارام شي.

۲- خپلو ملګرو سره اړيکه ولرئ

د روغتياپوهانو په اند خپلو خپلوانو ملګرو او هغو خلکو سره ټولنيزې اړيکې پالل چې په تاسو ګران دي؛ رواني روغتيا ته خورا ګټور دي. خپلې کورنۍ يا ملګري ته زنګ ووهه يا مخ په مخ ورسره ووينه. دا په انسان کې د يوازې والي احساس له منځه وړي.

۳- ذهني بيداري تمرين کړئ

دا مهمه ده چې ته په اوسنيو لحظو کې واوسېږې، ځکه نو بايد ذهني بيداري تمرين کړې، خپلو افکارو، احساساتو او شعور ته متوجه اوسه چې له اندېښنو او پرېشانيو بچ وي. د فکر کولو، ژورو ساګانو اخيستو او ګټورو فزيکي فعاليتونو تمرين کوه.

۴- فزيکي فعاليت

په ورځنۍ توګه تمرين کول يا فزيکي فعاليت خورا اړين دی، دې سره بدن کې انډروفين رامنځته کېږي چې د انسان مزاج ښه کوي او اندېښنې له منځه وړي. روغتياپوهان وايي چې هر ډول فزيکي فعاليت په ځان د باور برخه کې په تاسو ښه اغېز لري. هر ورځ لږ تر لږه نيم ساعت نيمه سخت تمرينونه ترسره کړئ.

۵- مثبت فکر وکړئ

دا ډېره مهمه ده چې د هغو شيانو په اړه فکر وکړئ کوم چې تاسو خوښ ساتي. خپل ذهن له منفي افکارو راوګرځوئ او د ژوند مثبت اړخ ته پاملرنه ډېره کړئ.

 

تړلي موضوعات