خواږه شوي خواړه کوچنيانو کې له وخته د مخکې بلوغ ګواښ زياتوي

خواږه شوي خواړه کوچنيانو کې له وخته د مخکې بلوغ ګواښ زياتوي طبي او روغتیايي

یوه نوې څېړنه ښيي چې په خوړو او مشروباتو کې کارېدونکې خوږوونکي مواد کولی شي چې کوچنيانو کې له وخته د مخکې بلوغ ګواښ په پراخه کچه لوړ کړي. د دې څېړنې د موندنو په بنسټ ښايي د کوچنيانو د خوراکي تګلارو او پالنې په برخه کې نوې سپارښتنې رامنځته شي.

خوږوونکي مواد د لږو کالوريو لرونکو مشروباتو، خوږو شويو مستو، له بورې په پاکو ژاولو، بېلا بېلو پروټينونو، د سباناري په غلو دانو او ان د کوچنيانو د ځينو درملو په څېر د ورځنيو خوراکي توکو په بېلا بېلو ډولونو کې موندل کېږي.

دغه څېړنه د تايوان د تایپي ښار د "وان فانګ" روغتون او د تایپي طبي پوهنتون څېړونکو کړې، چې پایلې یې د نيوزويک مجلې له راپور سره سم د امریکا په سان فرانسیسکو ښار کې د "غددي علومو ټولنې" په کلني کنفرانس کې چې د جولای له ۱۲مې د همدې مياشتې تر ۱۵مې نېټې پورې و، وړاندې شوې.

څېړنه کې له ۱۴۰۰ د ډېرو ځوانانو معلومات تحليل شوي چې له منځه يې په ۴۸۱ تنو کې د له وخته مخکې مرکزي بلوغ يا central precocious puberty تشخيص شوی دی. څېړونکو ومونده چې د خوږو د خوړنې او د بلوغ د دغه ډول ترمنځ خورا پياوړې اړيکه شته، دا هغه وضعيت دی چې بلوغ ته رسېدنه په کې له نورمال سن ډېره مخکې پيلېږي، چې په هلکانو کې ښايي تر ۹ کلنۍ او په انجونو کې له ۸ کلنۍ هم وړاندې پيل شي.

د وختي بلوغ دا ډول ټوله نړۍ کې مخ په زیاتېدو دی او کولی شي د احساساتي ستونزو، د قد لنډوالي او په راتلونکې کې د تناسلي او میتابولیکي ستونزو د ګواښونو په څېر دایمي روغتیايي ستونزې رامنځته کړي.

ډاکټر یانګ چینګ چین، چې د یاد روغتون او پوهنتون غړی دی، وویل: «دا څېړنه له هغو لومړیو تجربو څخه ده چې له جينيتيکي عواملو او په حقيقي نړۍ کې په لوی شمېر خلکو کې له وخته د مخکې بلوغ له پيلېدو سره د خوړو د نوي عادتونو او په ځانګړې توګه د خوږوونکو موادو د کارولو تړاو څرګندوي.

خوږوونکي مواد هروموني نظم معطلوي

څېړونکو د ګډونوالو د خوړو وضعیت د پوښتنلیکونو او د ادرار د معاينو له لارې ارزولی دی او د ۱۹ جینونو په بنسټ یې له وخته د مخکې بلوغ ګواښونه پرتله کړي دي.

څېړنې د موندل کېدونکو خوږوونکو موادو -لکه اسپرټام، سوکرالوز، ګلسرين او ګډېدونکې بورې- له جنس سره سم معلومې اغېزې موندلې دي.

څېړنې د دغو خوږو ځينې ډولونه د انجونو لپاره له وخته د مخکې بلوغ له لوړ خطر سره تړلي بللي دي او د هلکانو لپاره بيا سوکرالوز تر ټولو خطرناکه خوږوونکې ماده ګڼل شوې ده.

څېړنه دغه راز ښيي چې څومره ډېر چې دغه خوږوونکي خواړه وخوړل شي، هغومره ډېر دغه ګواښ زياتېږي.

د دې څېړنې پایلې د ډاکټر چین پخوانیو موندنو ته هم اعتبار ورکوي، چې ښيي خوږوونکي مواد د هورمونونو تنظیم ګډوډوي او د کولمو د مايکروبونو توازن له منځه وړي.

د بېلګې په ډول بل کارېدونکی مصنوعي خوږوونکی "اسيسولفام پوتاشيم" (Ace-K)  د مغزو هغه حجرې فعالوي چې د "خوږ خوند" سیګنالونه لېږي او دا کار د بلوغ اړوند هورمونونه او د فشار مالیکولونه زیاتوي.

همدا راز موندل شوي چې «licorice» چې ګليسرين خوږه په کې شتون لري، د کولمو باکتریاوو کې بدلونونه راولي او هغه جینونه کمزوري کوي چې د بلوغ وخت تنظیموي.

ډاکټر چین وایي:
 "دا هر څه ښيي چې ماشومان کوم شيان خوري او څښي – په ځانګړې توګه خوږوونکي مواد – کولی شي د هغوی په وده ډېر ژور او ناڅاپي اغېز ولري."

تړلي موضوعات