د اسلامي امارت څلور کلن مزل؛ د نشه یي توکو پر وړاندي مبارزه او د روږدو درملنه
څلور کاله کېږي چې زموږ ټاټوبی د یوه داسې ستر او پېچلي مزل په درشل کې دی، چې پایله یې د خاورې پاکوالی، د ذهنونو روښنايي او د ټولنې د بدلون هیله ده. دا مزل د اسلامي امارت له هوډ، تګلارې او د ولس له همکارۍ څخه شروع شو، چې د هېواد د یوه لوی بشري ناورين او ستونزې (د نشهيي توکو له زیانونو او د روږدو له ناروغۍ سره مبارزه) د له منځه وړلو لپاره یې بشپړ پلان او عملي ګامونه پورته کړل.
د هر انسان ژوند په بېلابېلو پړاوونو ویشل کېدای شي، خو که یوه برخه یې د زهرجنو بوټو تر سیوري لاندې شي، نو ټوله تګلاره او راتلونکی یې له سختو ستونزو سره مخ کېږي. زموږ ځمکه له ختیځه تر لویدیځه او له شماله تر سویله د زهرجنو بوټو د کروندو په یوه ستر مرکز بدله شوې وه. دغو ناوړو کروندو یوازې د خاورې یوه بېګناه برخه نه وه نیولې، بلکې د ځوانانو د روغتیا، د کورنیو د ارامښت او د ټولنې د بدلون لار یې تړلې وه!
اسلامي امارت د خپل اسلامي او ملي مسوولیت په درک په ټينګه هوډ وکړ، چې د دې ناوړه زهرجنو بوټو د کروندو د له منځه وړلو ترڅنګ د روږدو کسانو درملنه او فکري رغون هم په پام کې ونیسي. په دې ترڅ کې له بېلابېلو ولایتونو څخه د نشهيي توکو د کروندو له منځه وړل او د نشهيي توکو د قاچاق د لارو تړل یو ستر ملي اقدام و، چې د هېواد د امنیت او ټولنیزې سوکالۍ لپاره یې حیاتي ارزښت درلود.
خو د جګړې حقیقي میدان د هغو زړونو او ذهنونو په بېرته رغونه کې و، چې د نشهيي توکو په تور او ځوروونکي کړکېچ کې پاتې راغلي وو. په ګڼو ولایتونو کې د روږدو د درملنې روغتونونه، مرکزونه او روزنیز کورسونه جوړ شول، چې زرګونه کسان یې له اعتیاده وژغورل او یوه پاک ژوند ته یې ور وګرځول. په دې مرکزونو کې یواځې طبي درملنه نه کېده، بلکې ناروغانو ته د روح او زړه د آرامۍ لپاره ځانګړې مشورې او روزنې او هنري او حرفوي زده کړې هم وړاندې کېدې.
د دې مبارزې په اوږدو کې د اسلامي امارت د چارواکو په هڅو او د ټولنې په همکارۍ د خلکو په زړونو کې د روږدو کسانو د بیا رغونې لپاره د اعتماد فضا رامنځته شوه، چې هغوی وکولای شي بېرته د ټولنې فعال او ګټور غړي وګرځي. دغه ګامونه د افغان ولس د بېړنۍ اړتیا په پام کې نیولو سره اخیستل شوي او په دې برخه کې هر اړخیز پلان او جدي عملي اقدامات ترسره شوي دي.
دغه مبارزه چې د اسلامي امارت د عدل، پاکۍ او شفقت نښه ده، د هېواد د راتلونکي لپاره یوه اساسي موضوع ده. که دا لاره دوام ومومي، نو یقینا زموږ ټاټوبی به له ناوړه ستونزو پاک شي. زموږ ځوانان به له زیانمنو لارو لرې او د کار، زدهکړو او خدمت په رڼا کې به ژوند وکړي.
د اسلامي امارت څلور کلن مزل موږ ټولو لپاره یوه ستره الهام بخښونکې بېلګه ده، چې په کې د ولس د سوکالۍ، د ځمکې د پاکوالي او د ټولنې د پرمختګ لپاره بېسارې هلې ځلې ښکاري.
دا مزل یواځې د یوه حکومت کار نه دی، بلکې د ټول افغان ولس ګډه خواري، ګډ عزم او ګډه هیله ده، چې زموږ هېواد به په تلپاتې سولې، امنیت او سوکالۍ کې پرمختګ وکړي.
موږ ټول باید د دې مبارزې ملاتړ وکړو، چې زموږ هېواد له هر ډول ناورین څخه خلاص شي او د پاکۍ، روغتیا او پرمختګ سمبول شي.