د اسلامي امارت د پنځم کال پیل؛ څلورو کلونو کې څومره پرمختګ شوی؟
د روانې زمري میاشتې په ۲۴مه د اسلامي امارت د بیا واکمنېدو او کابل فتحې څلور کاله پوره شول، دې لیکنه کې مو د اسلامي امارت په تېر څلور کلن مزل کې د بیار غونې او پراختیا برخې باندې رڼا اچولې.
د افغانستان اسلامي امارت داسې مهال د افغانستان واګي په لاس کې واخیستلې، چې هر څه بېرته له سره ترمیم او بیارغونې ته اړتیا درلوده او اداري فساد له کبله ګڼې اقتصادي پروژې یوازې د کاغذ پر مخ عملي شوې وې، خو په عمل کې داسې کوم څه نه وو.
اسلامي امارت واک ته له رسېدو سره سم د شل کاله مبارزې درد او ستړیا هیڅ احساس نه کړه او سمدلاسه یې د هېواد او هېوادوالو د ټپونو رغولو ته ملا وتړله او د هېواد د بیارغونې چارې يې په نه ستړي کېدونکي هوډ پیل کړې.
اسلامي امارت په تېرو څلور کلونو کې ګڼې هغه سترې اقتصادي پروژې پیل کړې، چې تر دې وړاندې یې تصور ګران او پيل يې تر توان پورته و.
د اوبو مديريت
داچې د افغانستان اقتصاد تر ډېره په کرنه ولاړ ده او د افغانستان شاوخوا ٨٠ سلنه وګړي هم په کرنيزو چارو بوخت دي، خو د کرنې لپاره تر ټولو مهم اصل د اوبو برابرول دي، داچې دا مهال افغانستان د اقليمي بدلون له ګواښونکې څپې سره مخ دى چې د تر ټولو ډېر زيان د کرنې برخې ته رسېدلى او رسيږي.
خو اسلامي امارت په خپل څلور کلن مزل کې له اقليمي بدلون سره د مبارزې لپاره د اوبو مديريت خپل لومړيتوب بللى او د کار په سر کې يې ځاى ورکړى.
د قوش تېپې کانال، شاهي کانال، نهر السراج کانال، پاش دان بند، بخش اباد بند، شاه او عروس بند او ګڼو نورو بندونو د کارونو پيلولو سربېره د هېواد ټولو ولسوالیو کې د بارانونو اوبو مديريت او ځمکې لاندې اوبو سرچېنو پياوړتيا په موخه د وړو بندونو جوړول هغه څه دي چې موږ يې د مثال په ډول يادولى شو.
لويې لارې
اسلامي امارت د واک له پيل سره د لويو لارو بيارغول چې د هېواد په اقتصادي پياوړتيا کې اساسي رول لري هم خپل کار ووايه.
اسلامي امارت په خپل څلور کلن مزل کې د هېواد ګڼي لويې لارې چې په تېرو دوو لسيزو پر مهال د جګړو له کبله ويجاړي شوې وې بيرته ورغولي او د ګڼو نو هغو لارو د بيارغونې چارې يې پيل کړې چې له لسيزو راهیسې يې جوړول يو خوب او خيال وه.
اقتصادي پروژې
ټاپي، ټاپ، کاسا زر او د اوسپنې پټلۍ هغه سترې سيمه ييزې اقتصادي پروژې دي، چې افغانستان به يې نه يوازې دا چې په کلني ډول ميليونونه ډالر د ټرانزيټ حق ترې تر لاسه کوي، بلکي د افغانستان په اقتصادي بيارغونه کې هم مهم رول لري.
دا هغه پروژې دي چې پيل او پلي کول يې ناممکن وه خو اسلامي امارت په خپل قوي عزم او هوډ دا هر څه ممکن کړل.
صنعتي وده
افغانســــــــتان چې تر ډېره يې په وارداتو تکيه کړې او د صادراتو په پرتله يې واردات څو برابره دي، خو اسلامي امارت د خپل څلور کلن مزل پر مهال د هېواد ځان بسيا ينې او د نورو له احتياجه د خلاصون په موخه په کور دننه ګڼي هغه توليدي فابریکې بېرته فعاله کړلې، چې له کاره لوېدلې وې او د کباړ په بيه پلورل کېدلې.
د دې ترڅنګ د خصوصي سکټور بشپړ ملاتړ نور هغه څه دي چې په تېرو څلور کلونو کې شاخوا دوه زره فابرېکې نوې جوړې شوې دي او دا مهال افغانستان تر ١٣٠ زياتو برخو کې ځان بسياينې ته رسېدلى.
ښاري پراختيا
اسلامي امارت د هېواد نفوس اور تر بلې د هېواد ښارونو کې د نفوس زياتېدو ته په کټو د د ښارونو ماسټر پلان پلي کول پيل کړل د پلازمېنه کابل په ګډون يې د هېوادو لويو ښارونو ترڅنګ ټولو ښارونو ګڼې پراختیایي پروژې پيل کړې، چې تر دې وړاندې يوازې د کاغذ پر ډيزاين شوې وې.
پای