څلور کاله څلوېښت لویې لاسته راوړنې؛ اسلامي امارت افغانستان ته څه ډالۍ کړي؟
د تېرې ادارې له نسکورېدو څلور کاله وروسته، د افغانستان اسلامي امارت د منظمو سیاستونو او پرېکنده تدابیرو په غوره کولو سره وکولی شول د امنیت، اقتصاد، بیارغونې، ټولنیزو خدماتو او بهرني سیاست برخو کې افغانستان ته د پام وړ لاسته راوړنې ډالۍ کړي.
د ۱۴۰۰ کال زمري په ۲۴مه د کابل تر فتحې وروسته د اسلامي امارت مشرتابه په خپل لومړي اقدام کې عمومي عفوه وکړه او له ټولو مجاهدینو یې وغوښتل، چې له هر ډول غچ اخیستنې ډډه وکړي. یاد فرمان کې د تېري ادارې لوړپوړو ملکي او نظامي چارواکي او عادي کارکوونکي شامل دي، د سیاسي شنونکو په خبره، دا اقدام د افغانستان په تاریخ کې ساری نه لري.
د اسلامي امارت بېلابېلو بنسټونو هڅه کړې د شریعت تطبیق سره سراسري امنیت، ټیکاو او ټول هېواد کې هوساینه راولي. دا مهال افغانان په ارامه او سوکاله چاپېریال کې خپل ورځني ژوند ته دوام ورکوي او حکومتي چارې هم د اسلامي فقهې په بنسټ پر مخ وړل کیږي.
د اسلامي امارت یو مهم اقدام هم د هېواد له تجزیي مخنیوی کول دي. د کارپوهانو په وینا، تېرو دوو لسیزو پر مهال د کورنیو اجیرانو په همکارۍ بهرنیو استخبارتي کړیو د افغانستان تجزیې لپاره هڅې کولې، خو اسلامي امارت بریالی شو چې دغه دسیسه په نطفه کې شنډه کړي.
له خپل سرو ډلو ټپلو د غیرقانونو وسلو راټول، قومي تعصباتو او د قدرت جزیرو له منځه وړل هم د هغو اقداماتو له ډلې دي، چې د ملي یووالي او قانون حاکمیت په موخه عملي شوي دي.
اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته وکولی شول افغانستان کې یو واحد مرکزي حکومت جوړ کړي. د ملي اسلامي اردو، پولیس او پیاوړې استخباراتي دستګاه جوړول دې برخه کې له مهمو او کلیدي اقداماتو شمېرل کیږي، چې تېرو څلور کلونو کې یې له اسلامي نظام دفاع کړې او ځمکنۍ بشپړتیا یې ساتلې.
د امنیتي مسایلو ترڅنګ د هېواد بیارغونې پروسه هم پیل شوه، له څلور لسیزو جګړو وروسته د افغانستان زېربناوې له پاشل کېدو سره مخ وي، تېرو څلور کلونو کې په کور دننه مهمې پروژې لکه قوش تېپې کانال چې کرنیزه ځان بسیاینه برابروي پیل شو او د ګاونډیو هېوادونو په هوکړه سترې اقتصادي پروژې ټاپي، کاسا۱۰۰۰، ټرانس – افغان اوسپنې پټلۍ او ټاپ پروژې هم پیل شوې، چې په بشپړېدو سره به یې ستر اقتصادي تحول رامنځته شي.
د کابل – کندهار لویه لار، کابل – جلال اباد دویم لین او سالنګ لویې لارې اساسي بیارغونه او یو شمېر نورې پروژې دې موده کې له مهمو هغو شمېرل کیږي.
د ملي پراختیا شرکت د ۱۰۵ برخو بیا فعالول، کابل کې د لسګونو ښاري پروژو پلي کول، له کورنیو سرچینو د هېواد د عادي او پراختیایي بودیجې برابرول او په بهرنیو مرستو تکیه کولو اړتیا پوره کول د اسلامي امارت نورې لاسته راوړنې دي.
اقتصادي پیاوړتیا، د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو ارزښت ساتل چې کارپوهان یې اصلي لامل د حکومت له لوري په ښه ډول د مالي بازارونو کنټرول بولي. د صادراتو زیاتېدل، په شفاف ډول د کانونو عوایدو راټول، د کورنیو او بهرنیو پانګوالو جذبول او د لمریزې برېښنا پروژو پیلول څلور کلونو کې د اسلامي امارت له اقتصادي بریالیتوبونو شمېرل کیږي.
دغه راز اسلامي امارت په ټولنیزه برخه کې تر ۶۵۰زره یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د میاشتنیو مرستو خدمات وړاندې کوي او زرګونه سوالګر یې له ښارونو راټول او په منظم ډول میاشتنۍ مرستې ورکول کیږي.
د اسلامي امارت له بیاواکمنېدو وروسته ګاونډیو هېوادونو په ځانګړي ډول ایران او پاکستان د افغان کډوالو په ایستلو لاس پورې کړ. د بېرته راستنېدونکو کډوالو پروسې مدیریت هغوی ته د بېړنیو خدماتو وړاندې کول، ښارګوټو جوړول او پر کډوالو د ځمکو وېش دې برخه کې د حکومت هغه اقدامات وو، چې د نړیوالو بنسټونو پام یې ځانه واړاوه.
د ښوونې او روزنې برخه کې مهم اقدامات شوي کابل کې د نړیوال اسلامي پوهنتون تاسیس، لسګونه ښوونځیو جوړول، مدرسې او جوماتونه، دیني او علمي بنسټونو ملاتړ له اسلامي زده کړو د حکومت د پاملرنې نښې دي.
اسلامي امارت د متوازن بهرني سیاست او د نورو چارو کې د نه مداخلې تګلارې په غوره کولو او متقابل احترام په اساس د سیمې او نړۍ هېوادونو سره اړیکې تنظیم کړې او د افغانستان سیاسي خپلواکي یې ساتلې.
په ټوله کې له نشه یي توکو سره مبارزه او د نشه یي توکو تولید کارخانو له منځه وړل، د زرګونو روږدو درملنه او د قومي او کورنیو دښمنیو حل تېرو څلور کلونو کې د اسلامي امارت له مهمو انساني او ټولنیزو اقداماتو شمېرل کیږي.