د وزن کمولو، انرژۍ لوړولو او د زړه د روغتیا لپاره د وچو مېوو د خوړلو تر ټولو غوره وخت کوم دی؟

د وزن کمولو، انرژۍ لوړولو او د زړه د روغتیا لپاره د وچو مېوو د خوړلو تر ټولو غوره وخت کوم دی؟ طبي او روغتیايي

وچې مېوې هغه ګټور خوراکي توکي دي چې پروټين، فایبر او صحي غوړ لري. د دې مېوو د خوړلو وخت کولی شي په دې اغېزه ولري چې بدن د وزن کمولو يا انرژۍ اخيستلو لپاره څومره ګټه ترې اخلي. البته د ورځې په هر وخت کې چې وخوړل شي، منظم مصرف یې د زړه او دماغ روغتیا ته ګټه رسوي.

د وزن کمولو لپاره د دې مېوو د خوړلو تر ټولو ښه وخت

د «Verywell Health» وېب‌پاڼې له يوه مطلب سره سم که د غرمې يا ماښام له خوراک ۳۰ دقيقې وړاندې ۲۸ ګرامه وچه مېوه وخوړل شي؛ د اشتها په کنټرول کې مرسته کوي.

د وزن په کمولو کې بېلا بېل فکتورونه اغېز لري، خو که تاسو غواړئ چې وزن مو کم کړئ نو له درې وخته خوړو سره يا ځای يا ترې مخکې د وچو مېوو خوړل کولی شي هغه کالوريانې کمې کړي چې تاسو يې په عمومي توګه خورئ. ځکه په دې مېوو کې شته فايبرونه، پروټين او غوړ تاسو ته په چټک او دوامدار ډول د مړښت احساس درکوي او تاسو له ډېر خوراکه ايساروي.

سره له دې چې وچې مېوې نسبتا ډېرې کالورۍ لري، خو څېړنو ښودلې چې که په اعتدال وخوړل شي؛ وزن نه ډېروي، بلکې برعکس د اوږدمهال وزن په کنټرول کې مرسته کوي، ځکه دا د لوږې احساس کموي او د غير اړين خوراک اشتها له منځه وړي.

د بدن د انرژۍ لوړولو لپاره يې د خوراک تر ټولو غوره وخت

د انرژۍ ترلاسه کولو لپاره د وچو مېوو د خوړلو تر ټولو غوره وخت سهار يا د ورځې نيمايي ده چې د يو اضافي خوراک په توګه وخوړل شي. دا چې دا مېوې له صحي غوړو، پروټينو، مګنيزيم او د «B» ګروپ له ويټامينونو ډکې دي؛ بدن سره مرسته کوي چې خواړه په انرژۍ بدل کړي.

بل پلو وچه مېوه انسان ته داسې دوامداره انرژي ورکوي، چې د بسکټو، چپسو او نورو په څېر د غير صحي خوړو اړتيا له منځه وړي او نه پرېږدي چې د وينې شکره په ناڅاپي ډول لوړه او ښکته شي.

يوې څېړنې ښودلې چې کومو کسانو چې په خپله سهارنۍ کې بادام خوړلي؛ د ورځې تر پايه يې د وينې د شکر کچه په ښه توګه کابو او انرژي يې باثباته وي.

د زړه د روغتیا ساتلو لپاره يې د خوړلو تر ټولو غوره وخت

د زړه لپاره تر ټولو مهمه دا ده، چې وچې مېوې منظمې وخوړل شي، دا نه چې خاص وخت ته یې انتظار وشي. څېړنو ښودلې چې هغه کسان چې شاوخوا ۴۲ ګرامه وچه مېوه هره ورځ خپل خوراک ته ورزیاتوي؛ د زړه، رګونو، او شریانونو په ناروغیو د اخته کېدو ګواښ يې کم وي، دغه راز يې په دماغي سکته د مړينې وېره هم لږه وي.

وچې مېوې غیر اشباعي غوړ لري، چې د زړه د روغتیا لپاره تر اشباعي هغو غوره ګڼل کېږي.

د دماغ روغتیا

که څه هم روغتياپوهانو د دې لپاره کوم ځانګړی وخت نه دی تثبيت کړی، خو څېړنو ښودلې چې د يوه متوازن رژيم په چوکاټ کې په پرله پسې توګه د وچو مېوو کارول ډېر ګټور وي.

وچې مېوې د ويټامین «E»، اومیګا-۳ غوړو اسیدونو او انټي‌اکسیډانټونو ښه سرچینه ده، چې دا ټول د عمر په تېرېدو سره د دماغو ساتنه کې مرسته کوي.

که څه هم ځینې څېړنې ضد و نقیض پایلې لري، خو په عمومي ډول دا ثابته شوې چې منظم مصرف يې کولی شي د هغو شرایطو خطر کم کړي چې د الزهایمر د ناروغۍ لامل کېږي، لکه د زړه ناروغي یا دویم ډول شکره.

د ورځې څومره وچه مېوه وخوړل شي؟

سره له دې چې وچې مېوې روغتیا ته ډېرې ګټورې دي، خو پام باید وشي چې تر اړینې اندازې زیاته و نه خوړل شي. 

د دې مېوو یوه سالمه ورځنۍ اندازه شاوخوا ۳۰  ګرامه ده؛ چې له ۲۰ دانو بادامو، ۱۵ دانو کاجو يا ۴۰ دانو ممپليو سره برابره ده.

تړلي موضوعات