د لنډو ويډيوګانو کتلو روږدتيا مو د پرېکړې کولو توان او دماغي فعاليت اغېزمنوي

د لنډو ويډيوګانو کتلو روږدتيا مو د پرېکړې کولو توان او دماغي فعاليت اغېزمنوي طبي او روغتیايي

يوې نوې څېړنې موندلې ده چې د « Reels، Shorts، او TikTok» په څېر د لنډو ويډيوګانو کتل مو د پرېکړې کولو په توان او د دماغو په فعاليت منفي اغېز لرلی شي.

دغې څېړنې څرګنده کړې ده چې په لنډو ویډیویي کلېپونو روږدي کسان ډېر بې صبره او بې غوره چلند لري. دغه راز دا روږدتيا د فکر کولو په ډول هم اغېز درلودی شي.

په «NeuroImage» ژورنال کې خپره شوې دې څېړنه کې ويل شوي، چې د لنډو ويډيوګانو په کتلو روږدي کسان ډېرې چټکې، بې احتياطه او له ګواښه ډکې پرېکړې کوي او د مالي خطرونو په وړاندې يې حساسيت کم وي.

څېړنه کې د ۱۸ او ۲۴ کلونو ترمنځ عمر لرونکي ۳۶ تنو محصلينو ګډون درلود. څېړونکو په داسې حال کې د هغوی د مغزو د فعاليت څارنې لپاره فعاله مقناطيسي انځور اخيستنه يا (fMRI) وکاروله چې هغوی د مالي خطرونو لرونکو کارونو په ترسره کولو بوخت وو، څو هغه دماغي کونجونه وڅاري چې د شیانو ارزونه، مکافات او پرېکړه کول کابو کوي.

پايلو وښوده چې کوم کسان چې په لنډو ويډيوګانو د روږدتيا نښې په کې وې؛ د مالي تاوانونو په وړاندې غبرګون يې پڅ و او د نورو ګډونوالو په پرتله يې په بېړه پرېکړې وکړې.

په دې سربېره څېړنې څرګنده کړه چې دغه روږدتيا نه يوازې په چلند بلکې په دماغي فعاليت کې هم بدلون راولي، د بېلګې په ډول د «precuneus» په نامه دماغي سیمه – چې له فکري کنټرول او ځان ‌ارزونې سره تړاو لري – کې فعالیت کم شوی، په داسې حال کې چې د مغزو په «cerebellum» او «postcentral gyrus» سیمو کې فعالیت زیات شوی، کومې چې د تاوان له ارزونې سره تړلې دي.

د څېړنې لیکوال پروفیسور  Qiang Wang وایي، چې په چین کې خلک په منځني ډول هره ورځ شاوخوا ۱۵۱ دقیقې په دغو ویډیویي پلاټفورمونو کې تېروي، چې دا چاره په پاملرنه، د خوب په کیفیت او په رواني روغتیا منفي اغېزې لرلی شي او په ځانګړي ډول سړی په ژور خپګان اخته کولی شي.

تړلي موضوعات