د یو بزرګ څو خبرې

د یو بزرګ څو خبرې سیاسي

له پېړیو پېړیو راهېسې هلته د لوړو غرونو منځ کې یو کلی اباد دی، خلک یې لا هم د پرمختللې نړۍ له ډېرو کېسو ناخبره او د ژوند ژواک ډول یې اوس هم د نورو پرمختللو انسانانو سره په توپیر دی.

دوی ساده لباسونه اغوندي، له خپلو کروندو خوري او له خپل مصرف زیات بیا د نورو اړتیاوو د پوره کولو لپاره پلوري.

پر هو او نه ولاړ خلک دي، د بل په غورځولو کې خپله لوړتیا او عظمت نه ویني، د خیرخواهۍ لاس یې اوږد دي، خو د تقدیر پرېکړه یې وبولو او که د انساني شیطانانو لومې چې دوی ارام ته نه پریږدي.

دوی بد نه دي، د چا پر شخصي حریم تېری نه کوي، د چا په وژلو پسې نه وځي او نه یې هم تر اوسه د چا پر ځمکه او شتمنۍ سترګې ښخې کړې، خو دا بیا د دوی کلی افغانستان دی چې هر نیواکګر یې په ورانولو پسې زرګونه کیلومتره لار وهي او د دوی په کورونو او مېنو ورخیژي.

د نړۍ هر نوي او سرکشه نظام خپله نسخه پرې عملي کړه خو دوی لکه خپل غرونه او نښتر کلک او سیخ ولاړ دي.

نړۍ یې په بېلا بېلو پلمو او نومونو د بدلولو هڅې وکړې خو دوی فطرتاً داسې نه دي جوړ چې غبرګ شي یا رنګ واړوي.

دوی ته خاوره، عقیده او مالکیت سرې کرښې دي، په نیمه خیټه او تش نس ژوند کوي خو دا درې توکي په هیڅ قیمت نه ورکوي، ښايي د نارامه ژوند سبب یې همدا وي!

دوی لکه د نړۍ هر بل ولس دا حق د ځان بولي چې په خپله خاوره د خپلې عقیدې او روایاتو سره سم ژوند وکړي، خو د وخت هر ناړامه بیا هڅه کړې چې دا خداداد حق ترې سلب کړي، دوی وژل شوي، زندانونو ته تللي او یا هم تبعید شوي خو د ځان په بربادۍ یې خپل حق ژوندی ساتلی.


مرګونه او ورانۍ لکه دوی په ارث وړي وي، له یوه نسله بل ته یې انتقال کې هیڅ کمی نه راځي، بې له شکه دوی په خپلواکۍ میين دي، تر دې حده چې ښايي نړۍ کې یې هیڅوک سیال نه وي، دلته د نړۍ هر طاقت خپل جنګي توان ننداره کړ، له نیپال بیا د بمونو تر موره، خټین کورونه هوار، ځنګلونه لولپه او انسانان د بارودو په اور کې ایره شول، خو له مرګه پاتې نیم ژواندي انسانان بیا راپورته او تر هغې ودریدل چې دښمن پرېوت!

خدای (ج) دا ولس له پامه نه دی غورځولی د قربانیو په بدل کې یې ور ته بهترینې موکې په لاس ورکړې، خو له بده مرغه دوی هر څه سره نهایت زیات سطحي برخورد کړی او لازمه او حیاتي استفاده یې ترې نه ده کړې چې همدې بې غورۍ، غفلت او پر ځان د بېځایه غره کېدو له امله په بل ناورین ور برابر شوي.


د افغانستان په نوم د ځمکې په سیاره کې پروت د دې غرني کلي د کمزورۍ یو ټکی دادی چې دوی د وخت سره تګ نه کوي، دوی دومره په خوب میين دي چې د دښمن له وېرې ټوپک سر ته ږدي خو بیا هم اوده کیږي، ډېر کله خو داسې هم شوي چې دښمن یې د خونې پر بام ور ختلی او په خوب کې یې وژلي دي.

غلیم یې په ورکولو پسې شپه او ورځ راخېستې ده، دوی د خپلو شمتنیو له ارزښته دومره نه دي خبر لکه نړۍ چې پرې پوهیږي.

د دې کلي هر بوټی دارو، هره ډبره یې قیمتي او خاوره یې طلا ده، خو اوسېدونکی یې د نړۍ په سطحه بې وزله، وږي او پرېشان دي!

په اوسني عصر کې علم او ټکنالوژي په دوامداره توګه پرمختګ او بدلون کوي، خو دوی خپل اذهان د نویو معلوماتو او پرمختګونو لپاره خلاص نه کړل، دوی په غلیم ځان وژلی، په ډېرې خوارۍ یې د دښمن په پاتې شونو وسلو ځان ساتلی، خو یو وخت بیا داسې راغلی چې د دوی په لاس کې شته وسلې بیا بېکاره او یا هم دومره زړې شوې چې له موډه غورځېدلې.


هلته لرې د غره په څوکه د یو بزرګ په قبر شلېدلې ټوټې باد وهلې، د بزرګ روح د خپل کلي او خلکو لپاره نارامه و، د هغه روح هره ورځ کله د یو عارف، کله د مولوي، ځېنې وخت د معلم او کله به د پوهنتون د استاد په بڼه د خلکو منځ کې راڅرګندیده.

هغه هر وخت او هر ځای بس همدا خبره کوله، تاسې خپلواکي وګټله خو ساتنه یې سخته ده، دا تر ګرمۍ جګړې سخت ازمون دی، دا مبارزه غواړي او دا هغه وخت ممکنه ده چې تاسو خپل اولادونه د وخت په مروجو علومو سمبال کړی، دښمن ته لاس تر زنې انتظار چې زموږ وژلو پسې راشي او بیا یې په خپل کلي کې حصار کړو د کمزورۍ وروستی حد او د ټولو مادي او معنوي ارزښتونو په بیه دفاع ده.


د بزرګ رنګ تک سور واوښت، غږ یې دومره لوړ شو چې د کلي په غرونو کې یې انعکاس وکړ، هغه ناستو سپین ږیرو ته مخ تاو کړ او ویې ویل، د خپلواکۍ ساتلو هنر زده کړئ، د وخت اړتیاوې وپېژنئ، هره ورځ نوې ده نو د نوې فکر سره راپاڅئ.

پاکې اروا لا حول کړل او بیا یې یوه شېبه ناستو خلکو کې سترګې ښخې کړې، زما په خبره ځان پوه کړئ، نوی فکر په دې مانا نه چې خپله عقیده او فرهنګ بدل کړئ، نه، زما د خبرې هدف هیڅکله داسې نه دی، نوی فکر په دې مانا چې زما د لاس په توره اوس جنګ نه کیږي، هغه په موزیم کې وساتئ، د انګرېز د وخت ټوپک هم کار نه کوي، د روسانو کلاشنکوف او د امریکایانو اېم فور هم ستاسې زړه نه شي یخولی.

دښمن نور ستاسې تر کوره نه راځي، اوس د جنګونو بڼه بدله شوې ده، تاسې به خپله کوټه کې ناست یاستی زرګونه کیلومتره لرې به تاسې یو یو په نښه کړي.


هغه د افسوس په ډول سر وښوراوه او بیا یې قسم یاد کړ، تر هغې به مو مال، سر او عزت خوندي نه شي، څو چې مو د وخت غوښتنې او اړتیاوې نه وي پوره کړې، یو ځل بیا یې د مخ رنګ تغیر وکړ، د وخت غوښتنې او اړتیاوې هغه سطحي او کم ارزښته بحثونه نه دي چې ستاسو فکرونه یې بوخت ساتلي، د وخت غوښتنې او اړتیاوې د راتلونکو ننګونو سره د مبارزې لپاره د خپلو نسلونو روزل دي.

یو ځل بیا یې ژوره ساه واخېسته ویې ویل، پر خپلو اولادونو رحم وکړئ، خپل په لوی لاس مه پردي کوئ، د ایمانونو تول پرېږدئ، زړونه د ننه دي او یوازې خدای د سینو په رازونو پوه دی.


مشران یې مخاطب کړل، د هغوی ستړې یې وستایلې، او ویې ویل، تاسې د قدر وړ یاست، مبارزه مو وکړه، افغانستان مو وژغوره، بستر او چاپېریال مو کار، زده کړو او ژوند ته چمتو کړ، خو هر څه پای ته نه دي رسیدلي، اوس د بقا او پایښت لپاره د مبارزې وخت دی، هر ډول امکانات او وسایل وکاروئ او ځانونه راتلونکو ننګونو ته چمتو کړئ.


هغه له خپل ځایه پورته شو، یوه لمن ګلان یې په ناستو خلکو وشیندل د خپلواکۍ مبارکي یې ورکړه خو دوه قدمه یې نه وه اخېستي بیرته راوګرځېد او د اخري توصیې په ډول یې وویل: د اعمالو او فکرونو په اصلاح کې مشوره، تنقید او انعطاف ترویج کړئ، څو خپلواکي او بقا مو د تل لپاره تضمین شي.

تړلي موضوعات