له خوند ور هاخوا… انګور معافیت پیاوړی کوي او د ګڼو ناروغيو مخه نيسي

له خوند ور هاخوا… انګور معافیت پیاوړی کوي او د ګڼو ناروغيو مخه نيسي طبي او روغتیايي

له خوند ور هاخوا… انګور معافیت پیاوړی کوي او د ګڼو ناروغيو مخه نيسي

پوهان وایي چې انګور د زړه، مغز، پوستکي او ان د جينونو ساتنه کوي

په داسې حال کې چې په ګران هېواد کې تازه د انګورو موسم رارسېدلی دی او دا مېوه په بازارونو کې په مناسبه بيه لاسته راوړل کېږي، یوه امریکایي څېړنه ښيي چې تازه انګور له ۱۶۰۰ ډېر فعال طبیعي مرکبات لري، چې دا له هغو مېوو ګرځوي چې د روغتيا له پلوه انسان ته بېلا بېلې ګټې لري.

د "ویسټرن نیو اینګلینډ" پوهنتون څېړونکو ویلي چې انګور باید د هغو "فوق‌العاده خوړو" په نوملړ کې ځانګړی ځای ولري، کوم چې د بدن معافیت پیاوړی کوي. د دې څېړنې پایلې د پنجشنبې په ورځ په "Food and Agricultural Chemistry"  مجله کې خپرې شوې دي.

روغتياپوهان "فوق‌العاده خواړه" هغو خوړو ته وايي چې بډایه طبیعي نباتي مرکبات ولري او د انسان بدن ته ډېرې روغتیایي ګټې ورسوي. اووکاډو او مغز لرونکې مېوې معمولا په همدې نوملړ کې شاملې دي، ځکه چې انټي اکسيډانټونه او نور ګټور مرکبات لري چې د بدن حياتي فعاليتونه پياوړي کوي.

څېړنه وایي سره له دې چې انګور ډېرې روغتیایي ګټې لري، خو تر اوسه دومره ارزښت نه دی ورکړل شوی، حال دا چې د انګورو ځانګړی ترکیب دا مېوه د دې وړ ګرځوي چې په دې ګټه‌ګورۍ کې شامله شي.

په دې څېړنه کې د انګورو بایوکیمیکل (حیاتي کیمیاوي) ترکیب تحلیل شوی او ویل شوي چې روغتیایي اغېزې یې د کوم ځانګړي مرکب له امله نه دي، بلکې دا د ټولو طبیعي مرکباتو ګډ اثر دی. انټي‌اکسیدانټونه، فلاوونوییدونه، انتوسيانین، کټیشین، فینولیک اسیدونه او ریسورېټرول د انګور له مهمو مرکباتو څخه ياد شوي دي.

څېړنه څرګندوي چې تر ۶۰ زیاتې علمي څېړنې شوي چې د انګورو او د انسان د روغتیا تر منځ اړیکې ښيي. دا څېړنې ښيي چې انګور د زړه د روغتیا لپاره ګټور دی؛ د وینې جریان ښه کوي، د رګونو عضلات اراموي او د کولسټرول کچه منظموي.

نورې کلینیکي تجربې ښيي چې انګور د دماغي ميتابولېزم بهیر ښه کوي، چې دا د ذهني فعالیت او شناختي وړتیا په پیاوړتیا کې مرسته کوي.

دغه راز انګور د ماوراء بنفش وړانګو په وړاندې د پوستکي معافیت زیاتوي، د کولمو د مفیدو بکتریاوو تنوع زیاتوي، او د سترګو د روغتيا ملاتړ کوي چې له امله يې ليد ښه کېږي.

څېړنه همداراز وایي چې انګور د جینونو د بیان په کنټرول کې هم اغېز لري؛ یعنې کولی شي د التهاب ضد جینونه فعال کړي، د سرطان ضد مدافعې هڅې زیاتې کړي، او د مېتابولېزم پروسه ښه کړي. له دې څرګندېږي چې انګور د انسان په روغتيا څومره پراخې اغېزې لري.

څېړونکي وایي، که چیرې انګور په منظم ډول وخوړل شي، نو دا یوه طبیعي، ارزانه او اغېزمنه لار ده چې د معافیت سیستم پیاوړی کړي، د زړه، مغز، سرطان او د زړښت اړوند ناروغیو مخه ونیسي.

تړلي موضوعات