له څلوېښت کلنۍ وروسته د مغز روغتیا ته غوره خواړه کوم دي؟
د عمر له ډېرېدو سره د بدن د نورو غړو په څېر زموږ مغزو کې هم بدلونونه راځي. د «هاف پوسټ» وېبپاڼې د راپور له مخې د عصبي ناروغيو متخصص ډاکټر الکساندر زوبکوف وايي: «د عمر له ډېرېدو سره د انسان ماغزه طبيعي بدلونونه تجربه کوي، په دې معنا چې مغزو ته د وينې جريان ورو کېږي او ډېری وختونه د عصبي لېږدوونکو کچه کرار کرار راټيټېږي، په ځانګړي ډول هغه مواد چې له حافظې، مزاج او تمرکز سره تړاو لري، لکه ډوپامين، اسټيل کولين او سيروټونين».
زوبکوف دا هم وايي چې اکسیډېټيو فشار (oxidative stress) او دوامداره خفیف التهاب چې د مغزي زوال له اصلي لاملونو ګڼل کېږي؛ د وخت له تېرېدو سره زياتېږي.
له بل پلوه عمر زياتېدل ښايي زموږ د مغزو په توانايۍ ښه اغېزې هم ولري، د الزهايمر د درملو د کشف بنسټ (ADDF) کې د زړښت او له الزهايمر نارغوۍ څخه د ساتنې مديره يوکو هارا وايي: «د زړښت پر مهال زده کړه او د يو شي ياد ساتل سختېږي، خو د دې معنا دا نه ده چې هر شی له منځه ولاړ... عمر زياتوالي سره د انسان د لغتونو خزانه پراخېږي او پوهه يې زياتېږي. دا چې انسان د وخت په تېرېدو تجربې ترلاسه کوي؛ د دې وړ ګرځي چې حالات ښه تحليل کړي او هوښيارې پرېکړې وکړي».
غذايي رژيم زموږ د بدن په نږدې ټولو برخو اغېز لري، چې ماغزه هم په کې دي، هارا وايي: «يو سالم غذايي رژيم د مغزو د فعاليت او ذهني روغتيا لپاره ډېر اړين دی». هغه زياتوي چې که موږ د خوړو رژيم کې له انټي اکسيډانټ او التهاب ضد ځانګړتياو لرونکو خوړو کار واخلو، نو د مغزو روغتيا ته ډېرې مثبتې پايلې لرلی شي.
ډاکټر زوبکوف هم وايي چې په ګټورو موادو يو بډای غذايي رژيم د عصبي موادو د جوړېدو لپاره اساسي توکي برابروي، د حجرو د ترميم ملاتړ کوي، التهاب راکموي او ماغزه له اکسيداتي زيانونو ساتي.
دلته هغه خواړه درپېژنو چې متخصصان يې د ماغزو د روغتيا لپاره سپارښتنه کوي
۱- شين چای
شين چای د کاميليا سينېنيس (Camellia sinensis) له بوټي اخیستل کېږي او شین، تور، سپین او اولونګ چای په کې شامل دي. د خوړو يوه پوهه ماناکر وايي چې شين چای د کيتيچين او فلاوونويډ په څېر د انټي اکسيډانټ موادو يوه طبيعي سرچينه ده، کوم چې دماغي حجرې له اکسيډيټو فشار او التهابه ساتي. هغې زياته کړې ده چې شین چای «ایل-تینین» هم لري؛ هغه امينو اسيد چې انسان ته بې له دې چې پرکالي پرې راولي ارام ورکوي. دغه راز کافيين هم لري چې د مغزو بيداري او تمرکز پياوړي کوي.
۲- غوزان يا چارمغز
ماناکر وايي: «غوزان د طبيعي غذایي عناصرو په درلودو د مغزو لپاره يوه پياوړې غذا بلل کېږي چې په طبيعي ډول له انټي اکسيډانټونو او مګنيزيمو ډک دي». هغه زياتوي چې غوزان د ونو په مېوو کې يوازېنۍ مېوه ده چې د اوميګا-۳ غوړو اسيدونو غوره سرچينه بلل کېږي. څېړنې ښيي چې د اوميګا-۳ لوړه کچه د مغزو هغو برخو ته د انرژۍ انتقال ښه کوي چې عموما د الزهايمر تر اغېزو لاندې راځي. دا اغېزې د هغو کسانو لپاره لا پياوړې وي چې د الزهايمر ناروغۍ جينيټيکي نښې لري.
۳- مرخېړي
د خوړو دغه متخصصه څرګندوي چې مرخېړي د مغزو د روغتيا لپاره يوه بله پياوړې غذا ده، ځکه چې په ځانګړو غذايي موادو بډای ده. ماناکار وايي چې مرخېړيو کې ارګوتيونين شته چې يوه پياوړې انټي اکسيډانټ او التهاب ضد ماده ده. دا ماده مغزي حجرې له زيان څخه ساتي او د مغزي زوال ضد اغېزې لري. مرخېړي دغه راز بي وټامينونه او امينو اسيدونه هم لري چې د مغزو د فعاليت او د انرژۍ د توليد ملاتړ کوی.
۴- نور ګټور خواړه
ډاکټر الکساندر زوبکوف د مغزو لپاره د ځينو نورو ګټورو خوړو سپارښتنه هم کوي، لکه:
- د سالمون او سارډين په څېر غوړ کبان چې د DHA اومیګا-۳ غوړیو اسیدونو غني سرچینه ده او د مغزو د حجرو جوړښت ته اړين ده.
- تازه مېوې لکه توت د انتوسايانين په درلودو د حافظې ملاتړ کوي او اکسيډانټي فشار کموي.
- شنې پاڼې لرونکۍ سبزيانې لکه پالک او کرم چې د فوليک اسيد، وټامن K او لوټين بډايه سرچينې دي چې د مغزي زوال مخه نيسي.