پنځه زهرجن خواړه چې نه بايد کوچنيانو ته ورکړل شي

پنځه زهرجن خواړه چې نه بايد کوچنيانو ته ورکړل شي طبي او روغتیايي

د زړه د ناروغیو متخصص ډاکټر "سنجي بوجراج" له مېندو او پلرونو غوښتي چې پنځه داسې خواړه بايد کوچنيانو ته ور نه کړي، چې د ده په وينا "زهرجن" دي، ځکه چې دا خواړه د کوچنيانو روغتیا ته زیان رسوي.

بوجراج د امریکا «CNBC» شبکې ته په يوه ليکنه کې ويلي: «ما د زړه د ډاکټر په توګه چې له ۲۰ له ډېرو کلونو راهيسې د زړه د حملو درملنه کوم، له نږدې ليدلې چې څه ډول د وړکتوب د وخت خوړنيز عادتونه د بلوغ پر مهال په مزمنو ناروغيو اخته کېدو ته لار اواروي».

نوموړي زياته کړې ده چې: «زه او مېرمن مې درې لوڼې لرو چې دا مهال د لېسې زده کوونکې دي، زه په دې پوهېږم چې په لومړيو کلونو کې د ماخوستن وخت تېرول څومره سخت وي، زما يادېږي چې ما به د چرګوړو د غوښې سرې شوې ټوټې (Chicken nuggets)، د الوګانو نري چپس (ليز) او بل هر چټک او اسانه تيارېدونکی او خوندور شی خپلو کوچنيانو ته راووړ، دا داسې مرحله ده چې موږ ټول ترې تېرېږو، خو زه هغه ضرر وينم چې دا خواړه يې رامنځته کوي».

ډاکټر بوجراج وايي: «زه غواړم چې کوچنيان اوږد او صحي ژوند وکړي، ځکه خو اوس موږ هغو خوړو ته ډېر پام کوو چې کوچنيانو ته يې ورکوو»،

دې ډاکټر پنځه هغه خواړه ياد کړي چې «زهرجن» يې بللي او ټينګار يې کړی چې خپلو کوچنيانو ته يې نه ورکوي، د دې لپاره هغه بديل صحي خواړه هم راپېژندلي دي.

۱- پولۍ يا پاپ کارن

ډاکټر بوجراج وايي، که څه هم چې پولۍ په چټک ډول تيارېږي، خو ډېری هغه بسته بندي شوې پولۍ چې په پلورنځايونو کې پلورل کېږي، د اندېښنې وړ کېمياوي توکي لري.

د پوليو دغه کڅوړې ډېری وختونه له دننه څخه د «دایمي کیمیاوي موادو» داسې زهرجن پوښ لري چې له روغتیايي ستونزو لکه د معافیت کمزورۍ او ميراثي عیبونو سره تړاو لري، په دې سربېره پوليو کې اضافه شوې ذايقه ښايي داسې مرکبات ولري، چې سږو ته زيان پېښ کړي.

بديل يې څه دی؟

پولۍ په کور کې پخې کړئ او لږه مالګه او لږ زيتون يا نور تېل ورګډ کړئ او تازه يې وخورئ.

 

۲- ذايقه لرونکې مستې

د ذايقه لرونکو يا په ډبيو کې د بندو مستو اعلانونه دا ښيي چې دا مستې ډېر پروتين لري.

د ذايقه لرونکو مستو اعلانونه ډېری وختونه دا ښيي چې دا مستې صحي دي او ډېر پروټین لري، خو که ترکیب ته په غور وګورئ؛ وبه مومئ چې زیاتره دا ډول مستې له بورې، مصنوعي رنګونو او خوږو ډکې وي.

بده دا ده چې د مستو په يوه کوچني ډبي ډېری وختونه کوچنی نه مړېږي، نو کېدی شي له يوه زيات ډبي مستې وخوري، چې دې سره د خوړل کېدونکې بورې اندازه څو برابره کېږي.

بدیل: عادي ساده مستې کوچنيانو ته ورکړئ او لږ شات یا کومه خوږه مېوه  پرې واچوئ. دا هم خوندور وي او هم روغتيايي.

 

۳. پروسس شوې غوښې

د ساسيج په څېر پروسس شوې غوښې له مالګې، کیمیاوي موادو او نایتریټونو ډکې وي، چې د زړه د ناروغیو او سرطان خطر زیاتوي.

ډاکټر وایي، دا مرکبات د نایتریک اکسايډ پر فعالیت تاثیر کوي، هغه ماده چې د وینې فشار تنظیموي او د رګونو روغتیا ساتي. همداراز دا مرکبات د وينې د رګونو هغه عمليه سختوي کومه چې زموږ په شريانونو کې د کولېسټرولو د ډېرېدا مخه نيسي.

بديل يې څه دی؟

له پروسس شوو غوښو پرهیز وکړئ او کور کې له غوړو پاک پروتين وخورئ، لکه د چرګ، کب او هغو غواګانو غوښه چې په ګياوو ساتل شوې وي. دغه راز د دالو، لوبياو او نخودو په څېر له نباتي پروتينو ګټه پورته کړئ.

 

۴- خوږې شوې غلې او مشروبات

د یوه عادي کوچني د سهار ډوډۍ دومره شکر لري چې بدن یې تر دريو ورځو نه شي هضمولی! دا کار د دې لامل ګرځي چې د ښوونځي له پیل سره سم ماشوم د وینې د شکر له ټیټوالي سره مخ شي، چې دا د تمرکز، زده کړې او انرژۍ د کمښت لامل ګرځي.

بدیل يې څه دی؟

سهار لپاره مېوې، هګۍ، سابه یا داسې شی چې روغتیايي غوړ، فایبر او پروټین ولري غوره کړئ. مشروبات دې طبیعي او محدود وي، له ګاز لرونکو او ډبيو کې له بندو جوسونو او مشروباتو دې ډډه وشي.

 

۵- سره شوي خوراکونه

غوړو کې سره شوي خواړه ډېری وختونه په لوړه تودوخه کې په بيا بيا کارول شويو غوړيو کې پخېږي. دا غوړ نه يوازې دا چې له غذايي پلوه کومه ګټه نه لري، بلکې صحي خواړه په ضرري مرکباتو ډکوي چې له امله يې د بدن التهابونه زياتېږي.

د اندېښنې وړ بله خبره په کې دا ده چې دا خواړه زموږ کوچنيان له همدې کرپندوکو او د هغو له خوند سره روږدي کوي.

بديل يې څه دی؟

سبزيجات، الوګان او نور خواړه د «اير فرير» په مټ پاخه کړئ او ويې خورئ. ډاکټر ټينګار کوي چې موخه دا نه ده چې موږ ټول عمر نمونه‌يي خواړه وخورو، خو ورځ له بلې بايد کرار کرار ډېر هوښيار انتخاب وکړو، خوړو کې سپک غوړي وکاروو او کرار کرار يې د کمولو هڅه وکړو، سباناري کې په صحي غوړو، پروتينو او ګټورو کاربوهايډرايټو غني خواړه وخورو. دا موږ سره په دې کې هم مرسته کوي چې کوچنيان د دې شيانو په چمتو کولو کې راسره راګډ کړو او هغوی په راتلونکې کې يو صحي غذايي رژيم ولري.

 

تړلي موضوعات