په منظم ډول اينځر خوړل مو بدن ته کومې ګټې لري؟

په منظم ډول اينځر خوړل مو بدن ته کومې ګټې لري؟ طبي او روغتیايي

په منظم ډول اينځر خوړل مو بدن ته کومې ګټې لري؟
زړه تازه کوي، د سرطاني حجرو وده ورو کوي او د هډوکو روغتیا پیاوړې کوي

اینځر هغه مېوه ده چې په ګڼو ګټورو غذايي توکو او ویټامینونو بډای دی چې روغتيا ته ډېرې اړینې ګټې لري. څېړنې ښيي چې اینځر د هاضمې سیستم ښه کولو، التهاب ضد، د وینې د شکر د تنظیم، د هډوکو پیاوړتیا او نورو ګڼو برخو کې مرسته کوي.

نو که تاسو په منظم ډول اينځر وخورئ، بدن کې به مو څه بدلونونه راشي.

 اینځر منظم وخورئ، ستاسې په بدن کې به دا بدلونونه راشي:

 

۱. د هاضمې سیستم ته ګټه رسوي

اینځر داسې غذايي توکي او ګټور مرکبات لري چې د هاضمې سيستم روغتيا ساتي. څېړنې ښيي چې اينځرو کې شته فايبرونه د کولمو حرکات منظم ساتي او په ورته وخت کې په کې شته پري‌بیوټکس (prebiotics)يا نه هضمېدونکي فايبرونه په کولمو کې موجودې طبيعي بکترياوې تغذيه کوي.

د "Very Well Health" ویب‌پاڼې له يوه مطلب سره سم يوې څېړنې موندلې چې کوم کسان چې له قبض سره مل د عصبي قولون  (IBS-C)له ستونزې کړېدل؛ ورځ کې دوه ځل د وچو اينځرو په خوړو يې درد او قبضيت کم شوی دی.

 

۲. د زړه روغتیا پیاوړې کوي

ځینې څېړنې ښيي چې اینځر د لوړ فشار او مضر کولسټرول د کچې په کمولو د زړه روغتیا ښه کوي. په ژويو ترسره شوې يوې څېړنې ښودلې، چې د ميده شوي اينځر يا د اينځر د وړو خوړل د وينې لوړ فشار راټيټولو کې مرسته کوي او د کوليسټرولو کچه راکموي.

 

۳. د وینې د شکر کچه تنظیموي

که څه هم مېوې طبیعي شکره لري، خو څېړنې ښيي چې د اينځر په څېر وچې مېوې کولی شي د شکر کچه تنظیم او د دوهم ډول شکرې د ناروغۍ ګواښ راکم کړي. یوه څېړنه ښيي چې د اینځر د پاڼو چای څښل د هغو کسانو د وینې شکر راټیټوي چې له لومړي ډول شکرې سره مخ دي.

 

۴. د سرطاني حجرو وده ورو کوي

ځينو لومړنيو څېړنو ښودلې ده، چې اینځر کې موجود انټي اکسيډانټ د سرطاني حجرو د ودې او خپرېدا مخنیوی کوي.

 

۵. د پوستکي او ویښتو روغتیا ته ګټور دي

اینځر په اوسپنه بډای دی چې دا د ویښتو د روغتیا لپاره اړینه ده، ځکه د اوسپنې کمښت د ویښتو د تویېدو لامل ګرځي. سربېره په دې داسې ګومان کېږي چې د اینځرو ميده‌ګي له بېلا بېلو لارو د پوستکي روغتیا هم پیاوړې کوي، د بېلګې په ډول اينځرو کې شته انټي اکسيډانټ ځانګړتياوې ښايي د پوستکي ګونځې اوارې کړي او پوستکي کې د کولاجين ماتېدل کم کړي. 

 

۶. د هډوکو پیاوړتیا ته ګټه لري

دا چې اینځر د کلشیم او پوتاشیمو سرچینه بلل کېږي، نو دا مېوه د هډوکو د پياوړتيا او له پوده کېدو د مخنيوي لپاره يو ښه غوراوی بلل کېږي.

 

۷. التهاب سره مبارزه

اینځر د انټي اکسيډانټ او التهاب ضد موادو په درلودو کولی شي د سایټوکاینز (cytokines) په نوم له هغو مرکباتو سره مقابله وکړي چې بدن کې التهابونه رامنځته کوي.

 

۸. جنسي روغتیا ته ګټه رسوي

څېړونکي دا ارزوي چې اینځر څنګه کولی شي د نارینه‌وو د جنسي کمزورۍ درملنه کې مرسته وکړي.

په ژويو ترسره شويو يو شمېر څېړنو ښودلې ده، چې اينځر د جنسي فعاليت بهتر کولو کې مرسته کوي. يوې بلې څېړنې ښودلې چې د اينځرو او دوو نورو نباتونو مرکب، جنسي فعاليت پياوړی کولی شي.

تړلي موضوعات