د وطن جوړونې اراده نوره څنګه وي؟

د وطن جوړونې اراده نوره څنګه وي؟ سیاسي

که بېکاري د ټولو بدمرغیو مور ده نو روزګار بیا له شک پرته د ټولو نیکمرغیو دروازه ده.
اسلامي امارت د خپل حاکمیت وروسته تر هر څه مخکې اقتصادي ودې ته لومړیتوب ورکړی چې همدا د کار موندنې تشې ډکولی شي.
افغانستان په نړېواله کچه یو له هغو هېوادونو دی چې له نیمايي زیات نفوس یې ځوان دی، خو له بده مرغه دا ځوانه کاري انرژي لکه چې پکار وه بې ځایه ضایع شوه.
ځوانان د یوې ټولنې د ملا تیر جوړوي، همدا ځوانه کاري انرژي ده چې د یو هېواد ابادي او پرمختګ ته اوږه ورکوي، خو افغانستان کې د لسیزو جګړو له امله نه یواځې دا چې له ځوانۍ انرژۍ د هېواد په ابادۍ او پرمختګ کې کار وانه خېستل شو بلکې، ډېر ځله د نورو شریرو او مغرضو کړیو له لوري د اسلامي ارزښتونو او د خپل هېواد پر ضد وکاریدل.

تازه په کابل کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت په نوښت د کار ملي کنفرانس جوړشو، دې دوه ورځني کنفرانس کې ټول پام په دې ور ټول و چې څنګه هېواد کې د بېکارۍ بستر ور ټول او په ځای یې کاري فرصتونه برابر شي؟

د اسلامي امارت د ریاست الوزرا له مقام بیا تر معاونینو،  دفاع او کورنیو چارو وزیرانو او ټولو اړوند او سکتوري وزارتونو په یو غږ بېکاري وغندله او د پای لپاره یې د هر ډول هڅو ژمنه تازه کړه.
همدا پر خپلو سرچېنو تکیه او د خپلو ظرفیتونو څخه ګټه اخېستنه هغه څه دي چې بېکاري په اساسي ډول له منځه وړلی شي، اسلامي امارت د ستونزو او مشکلاتو اساسي حل ته ژمنتیا له همدې درک کولی شو چې پر خپلو طبیعي سرچېنو پانګونه کوي او له دې لارې خلکو ته کاري زمینې برابر وي.
لنډ مهال پروژې او د بشري مرستو په نوم پر افغانانو د خیراتونو وېش دا ولس نور هم بې وزلۍ ته بیايي، او پر خپل ثروت او اراده یې باوره کوي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري په جوړ شوي دوه ورځني کنفرانس کې د افغانستان اسلامي امارت ټولو سکتوري وزارتونو او ادارو پر کورنیو او بهرنیو پانګوالو غږ وکړ چې له شته خوندي چاپيریال دې ګټه واخلي او افغانستان کې دې پانګونه وکړي.
لکه د مخه مو چې وویل، اسلامي امارت خپلو خلکو ته د کاري چاپیریال د برابرولو لپاره تر بل هر رژیم زیات جدي او حساس دی.

تازه د کار ملي کنفرانس کې د کار او ټولنیزو چارو وزیر مولوي عبدالمنان عمري وویل، د ۱۵ امارتي ادارو سره یې په همغږۍ د کار موندنې ملي پالیسي جوړه کړې او د توشیح لپاره مشرتابه ته رسېدلې چې په پلي کېدو به یې مختلفو سکتورونو او برخو کې ګڼ کاري فرصتونه ایجاد شي.
چا له افغان ولس کار اخېستی؟
لکه څنګه چې اسلامي امارت د خپلو اتباعو د امنیت مسؤل دی همداسې ورته د کاري چاپیریال په برابرولو هم مکلف دی، دا د یو شمېر مغرضو او شریرو کړیو کار دی چې غواړي افغانستان کې د بېکارۍ ګراف لوړ کړي تر څو د خلکو له بې روزګارۍ ناسمه ګټه واخلي.

د افغانستان د مالي زېرمو کنګلول او په مالي سیسټم د محدودیتونو لږول په همدې موخه دي، څو د نظام مشروعیت وننګوي خو د دې ټولو شومو موخو سره سره بیا هم، لویې لارې خلاصې، بندرونه فعال، ګاونډیانو او سیمې سره اړېکې د معمول په ډول او په ګڼو برخو کې خصوصي سکتور تر څنګ کورنیو او بهرنیو سوداګرو لپاره پانګونې ته بستر چمتو شوی دی.
افغانستان د خپلو طبیعي سرچېنو په مټ نه یواځې دا چې پر ځان بسیا کېدای شي، کولی شي د نورو هېوادونو کارګرو ته هم کاري فرصتونه برابر کړي، همدا اوس یواځې په څو محدودو کانونو کې شاوخوا ۱۰۰ زره کسان په کار بوخت دي، د هېواد په کچه تر اوسه ۵۰۰ بېلا بېل معدنونه پيژندل شوي چې پر ډېری هغوی کار هم نه دی پيل شوی.

همدا د کور ګټه دلاهورګټه ده، افغانستان به یو ځل داسې راپاڅېږي چې بیا به یې هیڅوک د غورځولو توان په ځان کې نه ویني خو دا هر څه کلکه دیني انګېزه، رښتینې ملي روحیه او پخه وطني اراده غواړي، چې لله الحمد د دې وطن انسان یې تر بل هر چا زیاته لري.

تړلي موضوعات