د شهید محصل او تاند لیکوال بشير ریان اووم تلین
اوو کاله وړاندې د پسرلي لومړنۍ ورځې وې، پر افغانستان د اشغال او د اشغالګرو د ملګرو د حاکمیت وریځې خپرې وې؛ چې رسنیو د خلکو پام د یوه داسې مظلوم تنکي او هغه نابغه ځوان محصل پر لور واړاوه چې د کندهار پوهنتون د دري ادبیاتو د څلورم ټولګي د وروستي سمسټر له وروستۍ ازموینې او صحنې د پوهنتون له انګړ څخه د جنرال د پټ مخو ټوپکمارو له لوري ژوندی ترې تم او اوږدې مودې وروسته یې د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ په یوه ریګن ډاګ کې د شهید بشیر احمد ریان بې روحه جسد وموندل شو.
د لیکوال او ژورنالېست شهید ریان کورنۍ او ملګري وايي، چې بشیر احمد د کندهار پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي د دري ادبیاتو د څلورم کال محصل او د خپل عمر په نسبت د زیاتو آثارو څښتن و، چې په یو ویشت کلنۍ کې یې ۲۲ کتابونه له چاپه راوتي ول.
ځوانیمرګ بشير ریان په همدې ورځ اووه کاله وړاندې د تېرې ادارې د وحشي جنرال او ټوپکمار جنرال عبدالرازق د ملېشو له لوري له پوهنتون وړل شوی و او وروسته یې بې روحه جسد په داسې حال کې وموندل شو چې په بدن یې د شکنجو او تعذیب اثرات څرګند ول.
بشیر ریان یو بې پرې ژورنالېست او اسلامپال و، د چاپ او ناچاپ آثارو سربېره لسګونه مقالې او لنډې کیسې یې هم لیکلې او خپرې کړې وې.
د نوموړي د مفکرې او دورې ملګري زیاتوي، چې شهید ریان کم عمر کې لوړ او نابغه استعداد لاره. د پښتو ادب کره کتوونکي په دې اند دي چې قلم یې لوړې او زړه راښکونکې لیکنې پنځولې.
د یادونې ده، چې د جمهوریت تېرې را پرځول شوې ادارې د اشغالګرو په ملتیا د شهید ریان په څېر په سلګونو بې ګناه محصلین، لیکوال، شاعران، خبریالان او استادان په شهادت ورسول او هر هغه چا به چې د اشغال او د دوی د تپل سوي رژیم د ظلمونو او وحشتونو په اړه غږ پورته کاوه؛ د تنکي او نابغه ریان په څېر به یې بې روحه جسد په خړ ډاګ کې موندل کېده.
بشير ريان څوک و؟!
بشير احمد د انجنير عبدالله ګل ريان زوى د غزني ولايت د قره باغ ولسوالي د نعيم کلا اوسېدونکى د ١٣٧٢ لمريز کال دحوت په ٢ نيټه دساړه ژمي په يوه واورينه ورځ دې لالهانده نړۍ ته سترګې پرانېستې وې.
ځوانېمرګ بشير ریان په يوه علمي کورنۍ کې رالوى شو. پلار يې انجنير عبدالله ګل ريان په هېواد او بهر رسنیو کې زياتې ليکنې خپرې کړې، همدارنګه د ٥٠ چاپ او ناچاپ اثارو لیکوال او ژباړن و.
بشيراحمد د شپږو وروڼو تر ټولو کشرى هغه و.
ډېر ماشوم و چي له کورنۍ سره کندهار ولايت ته لاړ ، لا خو په ښه او بد نه و پوه شوى چې تر کابله ورسېد. د هيواد په زړه کې اوسېده، تر هغه چي نابلده الوتکو دتورو لوخړو سره دسرو وينو سيند وبهاوه او دډېرو نورو په څېر يې بېرته خپل ولايت ته په تګ مجبور کړ. په ١٣٨١ هـ ل کال لومړۍ ټولګۍ ته ولويد او په ١٣٨٢ هـ ل کې د پاکستان کراچۍ ښار ته له کورنۍ سره لاړ. په کراچۍ کې د ښوونځي څلورم ټولګۍ کي شامل شو.
همدلته له کتاب او قلم سره اشنا شو او په دولس کلنۍ کې يې د "تلويزون او پايلې يې" په نوم کتاب له اردو ژبي څخه وژباړه. په همدي کال يې بل کتاب "د يوه ليک ځواب" په نوم ترجمه کړ.
په ١٣٨٤ هـ ل د پاکستان کوټي ښار ته راغلل او په شپږم ټولګۍ کې يې د امين عالي ليسي په نوم يوه ليسه کي داخله واخيسته او يوولسم او دولسم ټولګي يې په حبيب الرحمن عالي ليسې کي ولوستل او له همدې ليسې څخه په ١٣٩٠هـ ل کال فارغ شو.
د کانکور ازموينه کې د کندهار پوهنتون د ښووني او روزني پوهنځۍ ته بريالى؛ خو د لوړو زده کړو نېمګړی ارمان یې د خونړي انقلاب لپاره د وروستي ټولګي، وروستي سمستر د وروستۍ ازموینې په درشل کې د خپل سوچه اسلامي او ملي نابغه فکر له امله نېمګړی پاته شو.
په لومړيو کي يې شعر وايه او لېکه خو وروسته يې په ځان کې دشعري استعداد نه ليدلو له امله ورسره مخه ښه وکړه اولنډو کيسو ته يې مخه کړه چي يو شمېر يې د هېواد په بېلابېلو مجلو او وېب پاڼو کي خپرې شوې هم دي. په دې سربېره په اردو او فارسي ژبو لاسبرى او له عربي او انګليسي ژبو سره اشنا و.
په داسي حال کې چي عمر يې د دوه ويشت کلنۍ په درشل ښود نوموړی د(۱۷) چاپ شویو او پنځو (٥) ناچاپه اثارو څښتن دى.
چاپ شوي اثار يې:
١- زرينې کرښې
٢- غوره شوي نبوي حديثونه (ژباړه)
٣- غازي احمدشاه بابا
۴- دافغاني پاچاهانو لنډ ژوندليک
٥- دتاريخ له څپرکو څخه اړين معلومات
٦- دجغرافيې له نړۍ معلومات
٧- دنړۍ حيرانوونکې پېښې او معلومات
٨- خليفه هارون الرشيد
٩- د نړۍ د هېوادونو پېژندنه
١٠- سيرت النعمان
١١- فتوح الغيب
١٢- د مستندو د عاوو ټولګه
١٣- په اروپا کي اسلامي جګړې
١٤- دمېرمنو فقهي مسئلې
١٥- تسهيل الادب
١٦- عربې محاورې، ګرامر او لغاتونه
١٧- الغزالي
ناچاپ اثار:
١- دجامعه حفصه پېغله (دلنډو کېسو ټولګه)
٢- د سيد جمال الدين افغاني اند او ژوند (ژباړه)
٣- تلويزون او پايلې يې
٤- ديوه ليک ځواب
٥- منصور حلاج (ژباړه)
٦- د قيامت نښې نښانې