د ننګرهار په هسکې مېنې ولسوالۍ کې د روغتون جوړولو چارې پیل شوې

د ننګرهار په هسکې مېنې ولسوالۍ کې د روغتون جوړولو چارې پیل شوې روغتیا

د ننګرهار ولایت هسکې مینې ولسوالۍ پاپين سیمه چې د تېري ادارې پر وخت کلونه د جګړو په تاوده سنګر کې ساتل شوې وه، د دې ولسوالۍ اوسېدونکو د جګړو له کبله د ژوند د نورو برخو ترڅنګ په روغتیایي برخه کې هم ډېر څه له لاسه ورکړل.


په دې ولسوالۍ کې هغه روغتونونه چې څه ناڅه فعالیت یې درلود د داعش خوارجو په جګړو او اشغالګرو په ړنډو بمباریو کې په بشپړ ډول له منځه تللي و.


اوس تازه په دې سیمه کې د یونسیار له لوري د ۲۳۹ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د (UCHC) روغتون د بنسټ ډبره کېښودل شوه.


د ننګرهار ولایت عامې روغتیا مسؤلین وایي، یاد روغتون به په اساسي ډول رغول کېږي، چې د سیمې خلکو ټولې روغتیایي ستونزې به ورسره حل شي.


د ننګرهار عامې روغتیا رئیس مولوي امین الله شریف په خبره، په دې روغتون کې ټول هغه اړین وسایل چې ورته اړتیا ده په پام کې نیول شوي او په راتلونکې کې به یې د خدماتو لړۍ نوره هم پراخه کړي.


د ننګرهار د عامي روغتیا رئیس مولوي امین الله شریف د دې روغتون د بنسټ ډبرې اوېښودلو پر مهال وویل،«دغه کلینیک په تېرو جګړو کې تخریب شوی وو نو دا د یونسیار لخوا نه په دوه سوه او نهه دېرش زره ډالره جوړیږ، چې ټول ضروریات یې په پام کې نیول شوي دي چې ورسره به د دې سیمي د اوسېدونکو روغتیایي ستونزې هم حل شي.»


نوموړي ویلي، دا مهال په هسکې مینې ولسوالۍ کې په لسو کلینیکونو کار روان دی، چې په نورو ولسوالیو کې به هم د کلینیکونو د جوړولو پلان لري.


بلخوا د دې روغتون د رغونې برخې انجنیران وایي، په راتلونکو شپږو میاشتو کې به یې چارې په معیاري ډول بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شی.


د دې پروژې انجنیر محمود شاه شینواري زیاته کړه، په دې روغتون کې یې د خلګو له اړتیا سره سم ټول معیارونه په پام کې نیولي په خبره یي،«دلته یو تعمیر په نظر کې نیول شوی چې د سي ایچ سي په لیول باندې دی پخوا دلته د بي ایچ سي په لیول باندې یو کلینیک شتون درلود چې د جګړو له امله ویجاړ شوی و.اوس دلته یونسیار موسسې د سي ایج سي په لیول باندې کلینیک په نظر کې نیولی دی.په دغه کلینیک کې په داخل د سختمان کې به دولس خوني وي دوه خونې بیرون چې یو د فارمیسي یو ګارد روم او شپږ تشنابونه به بیرونه جوړیږي.»


ځایي خلک هم خوښ دي چې له اوږده انتظار وروسته ورته اسلامي امارت روغتون جوړوي، چې په دې سره به له هغه کړاو خلاص شي چې کلونه ورسره مخ وو او ناروغان به یې لرې سیمو ته د درملنې په موخه وړل.


د هسکې مینې پاپین سیمې قومي مشرانو ډاکتر خان ضمیر او نیک محمد حریت رادیو ته وویل،«دا یې جدي اړتیا وه چې روغتون ورته جوړ شي دلته اوس امن دی د روغتون ترڅنګ باید مونږ ته امبولانس راکول شي زمونږ زنانه مریضه شي مونږ د لرې سیمې یو مونږ نه مرکزي کلینیک هم اته نهه کیلومتره لرې دی نو هغې ته هم مونږ رسیده ګي نه شو کولای او یو امبولانس ته مږ اشد ضرورت دی.»


په دې وروستیو کې نه یواځې د هسکې مېنې ولسونه له خدماتو رضایت ښيې او خوشحاله دي بلکې د ننګرهار د ټولو ولسوالیو خلک چې په بېلا بېلو برخو کې ورته چټک او د پام وړ خدمات روان دي وایي تېر دوه کلونه یې د ژوند په ډېرو برخو کې د کړاونو د پای کلونه و.


دا په داسې حال کې ده چې د ننګرهار عامې روغتیا ریاست په یو شمېر نورو ولسوالیو کې د ورته لسو روغتونونو د رغولو ژمنه کوي چې ډېر ژر به جوړ او خلک به ترې په روغتیایي برخه کې ګټه پورته کړي.

تړلي موضوعات