د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې غږیزه ککړتیا ۶۰ سلنه کمه شوې

د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې غږیزه ککړتیا ۶۰ سلنه کمه شوې روغتیا

جلال اباد له ګڼې ګوڼي یو ډک ښار چې شاو خوا دوه میلیونه انسانان په کې ژوند کوي په دغه ښار کې به په تېرو وختونو کې غږیزه ککړتیا اوج ته رسېدلې وه خو د مخنیوي لپاره یې هیڅ نه کېدل.


خو اوس د جلال اباد ښاروالۍ مسئوولین وایې، په جلال اباد ښار کې غږیزه ککړتیا د پخوا په پرتله ۶۰ سلنه کمه شوې، چې په بشپړ ډول د محنیوي لپاره یې ګړندي کارونه روان دي.


د جلال اباد ښاروالۍ ویاند بختي جان مراد وایې، د ښار له ګڼو برخو یې هغه وسایل راټول کړي چې د غږیزې ککړتیا لوی لامل و.


مراد زیاته کړه، د پاتې ۴۰ سلنه ککړتیا د مخنیوي لپاره یې هم کړنې ګړندۍ کړې دي، ډېر ژر به د جلال اباد ښار په بشپړ ډول په یاده برخه کې ارام او خلک به هوسا شي.


ښاغلي مراد په دې اړه حریت راډیو ته وویل،«د غږیزې ککړتیا د مخنیوي په موخه باندې جلال اباد ښاروالۍ په مختلفو وختونو کې د بیلا بیلو برنامو له لارې دغې برخې ته رسیدنه کړې ده، په پیل کې د ښاري حکومتولۍ ریاست له لوري د عامه پوهاوي پروګرامونه ترسره کړي، همداراز یو ټیم مو جوړ کړی چې د ښار په بېلابېلو برخو کې وګرځي او لوډسپیکرونه راټول کړي.»


بختي جان مراد همداراز زیاته کړه، دا مهال یې به جلال اباد ښار کې د غږیزې ککړتیا ګراف ۶۰سلنه راکم شوی، چې په نږدې راتلونکې به له شوره يو پاک ښار ولرو.


نوموړی په دې برخه کې د خلکو په همکارۍ هم ټینګار کوي چې د غږیزې کګړتیا په اړه خلکو ته توصیه وکړي.


نوموړي په دې اړه له حریت راډیو سره په خبرو کې زیاته کړه،«یوازې په دې باندې نه کېږي چې د ښاروالۍ مامورین یا کارمندان دې دغوټولو ساحو ته رسیده ګي وکړي په دې کې د ښار هر وکړی همدا شاه دوکاندار هر کاروباري مسؤلیت جوړیږي چې خلکو ته پوهاوی ورکړي.»

 

 بلخوا د جلال اباد ښاریانو هم خوښې وښوده چې په کم وخت کې له شوره خلاص شوي او ښاري چاپېریال دومره ارام شوی چې وړاندې یې تصور هم نه شو کولی.


د دوی په خبره په تېرو وختونو کې جلال اباد ښار کې غږیزه ککړتیا تر دې بریده وه چې خلکو ته یې ذهني ناروغۍ پیدا کړې وې.


د جلال ښار اوسېدونکي عطاءالله او امان احساس وایې«دا ډېره ښه شوه چې په ښار کې د لوډسېکرونو مخ نیول شوې اوس هر څوک خپل کار ته خپل کار کوي او څوک چاته مزاحمت نه کوي، پخوا دغه لوډسپېکرونه د خلکو د تکلیف باعث شوي وو خلکو ته یې ذهنی ستونزې راپیدا کړې وې.»


بلخوا روغتیا پالان هم د جلال اباد ښاریانو ته سپارښتنه کوي چې د غږیزې ککړتیا په مخنیوي کې دې خپله لاس په کار شي د دوی به خبره، ارام چاپېریال د انساني ژوند لپاره مهم دی او له شوره ډک هغه یې بیا د ذهني ناروغیو لامل کیږي.


ډاکتر عتیق الله تورکی له حریت راډیو سره په خبرو کې په دې اړه وویل،«عام خلک باید د خپل ژوند د ارام تیا لپاره د غږیزې ککړتیا مخنیوی وکړي لوستي خلک باید نالوستو هغو ته د غږیزې ککړتیا د ضرورونو په اړه پوهاوی ورکړي.» 


دا په جلال اباد ښار کې یوازې غږیزه ککړتیا نه ده چې د جلال اباد ښاروالۍ یې پر وړاندې کار کړی او د خلکو رضایت یې ترلاسه کړی بلکي په ګڼو نورو برخو کې یې په تېرو دوو کلونو کې داسې خدمات ترسره کړي چې ساری یې نه لیدل کیږي.

تړلي موضوعات