د ننګرهار پوهنتون زراعت پوهنځۍ کې د ماسټري درې برنامې پرانيستل شوې
د ننګرهار پوهنتون زراعت پوهنځۍ کې د ماسټري درې برنامې پرانيستل شوې
د لوړو زده کړو وزير شيخ ندا محمد نديم ننګرهار ولایت ته د سفر په ترڅ کې د ننګرهار پوهنتون په زراعت پوهنځۍ کې د ماسټري درېيو بېلابېلو ځانګو کې د ماسټري پروګرامونه پرانيستل، چې په دې برخه کې زده کړيالانو او استادانو ته د لا ښې روزنې زمينه برابره شي.
د لوړو زده کړو وزير شيخ ندا محمد نديم د دې پروګرام د پرانيستي پر مهال وویل، زراعت د هېواد د اقتصاد په پياوړتيا او د هېواد په ابادۍ کې د ملا تېر حيثيت لري او اړتيا ده چې په دې برخه کې غوره کدرونه وروزل شي.
ندامحمد نديم زياته کړې، په کومو برخو کې چې د ماسټري پروګرامونه پيل شول له وړاندې ورته ټول امکانات او اداري پرسونل برابرشوى، چې په راتلونکې کې به په دې برخه کې په لويه کچه د ښو لاسته راوړنو شاهدان و اوسو.
نوموړي په دې اړه وویل، «د اسلامي امارت د لوړو زده کړو وزارت عالي شورا څو میاشتې مخکې د افغانستان اکثره هغو پوهنتونو ته چې په شرایطو برابر او امکانات يې پوره کړي وو د ماسټري او دوکتورا پروګرامونو منظوري ورکړه، چې نن په ننګرهار پوهنتون زراعت پوهنځۍ کې د هغو منظور شويو ماسټري پروګرام د پرانيستي شاهدان يو، ځکه زراعت د افغانستان د اقتصاد متعلق د ملا د تير حيثيت لري.»
ښاغلي نديم همداراز زیاته کړه، چې اسلامى امارت ګام پر ګام هڅه کوي چې د لوړو زده کړو په برخه لازمې اسانتیاوې رامنځته کړي، تر څو په راتلونکې کې زده کړيالان او استادان له ستونزو سره مخ نه شي په خبره يې، د هېواد په ټولو پوهنتونو کې په لويه پيمانه د رغونې کارونه او پروګرامونه دوام لري.
نديم په خپلو خبرو کې وويل،«تقریبا دا اوس چې کومې رغنیزې برنامې دي چې نن به یې افتتاح کیږي دا یوویشت ته رسیږي تاسې به یې خپله شاهد حال یاست.په مجموع کې د افغانستان په هر پوهنتون کې چې کومه نیمګړتیا ده شه په پراخ لاس باندې مو مسؤلینو ورته اوږه ور کړې او په حل کې مو ورسره همکاري کړې ده، الحمدلله په ټول افغانستان کې په پوهنتونو کې رغنيزې چارې په ښه شکل دوام لري.
موږ هوډ کړى چې د پوهنتونو اوسنى وضعیت بايد نور ښه شي تر څو په راتلونکې کې نه محصل او نه هم استاد دغه نيمګړتياوې محسوسي کړي او په ارامه فضا کې خپلو تحصيلي چارو ته دوام ورکړي.»
په ورته وخت کې د ننګرهار پوهنتون مسؤلين هم په دې پوهنتون کې د ماسټري پروګرام پيل د دوى له اړينو اړتياوو څخه بولي او وايې، چې په دې پوهنتون کې يې د دوکتورا په پروګرامونو هم کار کړى چې په نږدې راتلونکې کې به پيل شي، چې په دې سره بهر ته تلونکي به په دې پوهنتون کې خپلې زده کړي بشپړي کړي.
د ننګرهار پوهنتون علمي معاون پوهنمل احسان الله ناصح وايې، داد خوښي ځاى دى چې نن د ماسټري پروګرام په پيل سره په علمي ډګر کې د پرمختګ په لور يوبل ګام پورته کوي.
ښاغلي ناصح زياته کړه، په راتلونکې کې په نهو نورو برخو کې هم د ماسټري پروګرام د پيل تابيا لري.
نوموړي په نږدې موده کې د شرعياتو پوهنځۍ په ګډون په يو شمېر نورو پوهنځيو کې د دوکتورا پروګرام له پیل څخه هم خبر ورکړ.
ناصح په دې اړه رسنیو ته وویل،«د زراعت په پوهنځۍ کې د درېیو برنامو د ځنځیري ارزښت په نوم باندې د ماسترۍ برنامې یو د الوچینج اګرانومي په برخه کې او د هارټي کلچر په برخه کې چې زراعت پوهنځي پورې تړاو لري. د افغانستان په تاریخ کې په لومړي ځل باندې یو علمي قانون او د لوړو زده کړو موسسه دغسې لویه لاسته راوړنه نه لري، چې په یوه وخت کې درې د فوق لسانس برنامو پرانيسته کوي. ننګرهار پوهنتون د ستوماتولوژي پوهنځۍ شاوخوا شپږ مياشتې وړاندې له عالي شورا څخه پروپوزل منظور او پرانيستل شوه، همداراز په دې پوهنتون کې د څو مياشتو په موده کې د نورو علمي پروګرامونو سربېره يو شمېر ډيپارټمنټ نه هم رامنځته شوي دي.»
د ماسټري دې پروګرام په پيل زده کړيالان هم خوښ دي چې په يوه مهمه پوهنځۍ کې ورته د ماسټري پروګرام پيليږي د دوى په خبره، تر دې وړاندې به ځوانان د ماسټري پروګرام لپاره بهرنيو هېوادونو ته تګ ته اړ و خو اوس په کور دننه ورته دغه اسانتيا رامنځته شوه.
د ننګرهار پوهنتون زده کړيالان ثناﺀالله او اميد الله وايې، ننګرهار پوهنتون له علمي او رغنيز اړخه ورته هيله بښونکى دى.
دوى له حريت راډيو سره په خبرو کې زياته کړه،«زموږ د کرنې په پوهنځي کې ماسټري پروګرام پيل يوه لويه اړتيا ده ځکه، چې د کرنې پوهنځۍ په هېواد کې په دويمه درجه کې ځاى لري، زموږ هغه وروڼه چې په بهرنیو هېوادونو کې د ماسټري توان نلري اوس کولاى شي چې په کور دننه خپل د ماسټري پروګرام هم بشپړ کړي. د دې ترڅنګ په ننګرهار پوهنتون کې د عملي زده کړو لپاره د فارمونو جوړېدو سربېره زيات رغنيز کارونه هم شوي دي.»
د لوړو زده کړو وزير شيخ ندامحمد نديم ننګرهار ته د خپل دې سفر په ترڅ کې په ننګرهار پوهنتون کې د ماسټري پروګرام سربېره ٢١ هغه پروژې پرانيستې او ګټي اخيستنې ته يې وسپارلې، چې له تېرو څو میاشتو راهیسې پرې کار روان و.
په دې پروژو کې د زده کړو لپاره تحقيقاتي فارمونه، پارکونه، سړکونه او پياده رونه شامل دي.
د لوړو زده کړو وزير تر ننګرهار وړاندې د کونړ ولايت په سيدجمال الدين پوهنتون کې هم د ٢٧ ميليونه افغانيو په ارزښت درېيو پروژو له ډلې دوه يې ګټي اخيستنې ته وسپارلې، د پلي لارو کارونه به يې هم تر بشپړېدو وروسته ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.