په کابل کې د دولتي ورځپاڼو د ودې او پرمختګ په موخه درې ورځنی سیمینار پیل شو
په کابل کې د دولتي ورځپاڼو د ودې او پرمختګ په موخه درې ورځنی سیمینار پیل شو
نن یکشنبه د لیندۍ په ۲۶مه نېټه په کابل کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د نشراتو معينيت له لوري د هيوادنۍ ورځپاڼو او ژبو د پرمختګ لپاره درې ورځنى سمينار پیل شو.
په دې سمينار کې به د هيوادنۍ ورځپاڼو او ژبو په شاليډ،پرمختګ او پرمخ يې د شته ننګونو پر وړاندې په حل لارو بحث کيږي، ترڅو د هيوادنۍ ورځپاڼو د پرمختګ لپاره لارې ولټوي او نور خلک يې لوستلو ته راوبلي.
په دې سیمینار کې د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه لیکوالانو ګدون کړی و ترڅو په هېواد کې د شته ورځپاڼو لپاره د پرمختګ لارې چارې ولټوي.
په همدې موخه مراسمو کې د طلاعاتو کلتور وزارت د دولتي ورخپاڼو رئیس ابراهیم له رسنیو سره په خبرو کې وویل، دا مهال په پلازمېنه کابل کې د ۴ دولتي ورځپاڼې، انیس، هېواد، شریعت او کابل ټایمز شتون لري په خبره یې، په ځینو ولایتونو کې یوه او په ځینو نور کې دوه جریدې شتون لري.
مولوي ابراهیم نبیل په دې اړه له وویل، «په کابل کې دولتي ورځپاڼې څلور دی انیس، شریعت، هیواد او کابل ټایمز چې زموږ د ریاست له لورې چاپ او خپریږي او هر ولایت کې یوه جریده شتون لري، خو ځینې بیا داسې ولایتونه هم شته چې په هغې کې دوه جریدې شتون لري».
ښاغلي نبیل همداراز زیاته کړه، په کابل کې یادې څلورو ورځپاڼې، هیواد، انیس، شریعت او کابل ټایمز هره ورځ د ۱۰۰۰ ګڼو له چاپ کېدو وروسته مختلفو ادارو او بازارونو ته د ویشلو په پار لیږل کیږي.
د نبیل په خپلو خبرو کې رسنیو ته وویل، «د اسلامي امارت واکمنېدو وړاندې همدا ورځپاڼې په ورځ کې ۷۰۰ګڼې چاپ کېدې خو اوس مهال موږ دغه ورځپانې هره ۱۰۰۰ګڼې چاپ او ځینو اداراتو او بازارونو ته یې ویشلو په پار لیږو».
په مراسمو کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتوري چارو مرستیال مولوي عتیق الله عزیزي وویل، روانه او ساده لیکنه مسلکي ژورنالیزم او غوره لیکنه چې د یادو ورځپاڼو مسلکي وده ژوندۍ ساتي، په خبره یې اوس مهال د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسولین د ورځپاڼو ودې ته په بشپړ ډول ژمن دي.
مولوی عتیق الله عزیزي زیاته کړه،«که موږ وغواړو چې خپل ورځپاڼې په علمي، تخینکي او مسلکي ډول ژوندۍ وساتو، نو ددې لپآره لاندې ټکو ته باید پاملرنه وشي، مسلکي ژورنالیزم، مستند قلم، روانه او ساده لیکنه ډیره مهم دې د ورځپاڼو لپاره ».
په یاد د سمینار کې د کابل په شمول دهېواد د مختلفو ولایتونو د ورځپاڼو او جریدو مسؤلینو ګډون کړی چې درې ورځې به دوام وکړي، ترڅو د افغانستان د دولتي ورځپاڼو د ودې لپاره د حل لار ولټوي.